تازه خبرونه
پاکستان افغان طبي زدهکړیالان د فراغت په درشل کې وشړل؛ دا ظلم او کرکه ده – ځدراڼ
.سفیر پیشین پاکستان در افغانستان نیز خواستار بازنگری در تصمیم درباره محصلین افغان شد.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د پاکستان د طبي زدهکړو او غاښونو طب د زدهکړیالانو د ایستلو د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې د زدهکړې په وروستي کال کې د افغان زدهکړیالانو ایستل یوه « له کرکې او ظلمه ډکه کمزورې» کړنه ده.
هغه ویلي:« امریکا او ایران په جګړه کې دي؛ خو ایراني زدهکړیالان له امریکايي پوهنتونونو نهایستل کېږي. پاکستان افغان طبي زدهکړیالان د زدهکړو په وروستي کال کې ایستلي دي. دا ځواک نهدی، بلکې سپکاوی، ظلم او کرکه ده.»
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کېږي، چې د پاکستان د طبي زدهکړو او غاښونو طب شورا افغان زدهکړیالانو ته، چې د دغه هېواد په بېلابېلو د طب او غاښونو طب په پوهنځیو کې زدهکړې کوي؛ افغانستان ته د ستنېدا امر کړی او تعلیمي بنسټونه یې د نویو افغان زدهکړیالانو له منلو منع کړي دي.
دغې شورا د سپټمبر د لومړۍ نېټې د لارښوونې له مخې: هغه افغان اتباع، چې له دې مخکې د پاکستان په طب پوهنتون یا غاښونو طب پروګرامونو کې شامل شوي؛ اړ دي، چې افغانستان ته ستانه شي. تعلیمي بنسټونه هم مکلف شوي، چې ټول اداري پړاوونه، د نهممانعت سند (NOC) ورکول او د زدهکړیالانو د وتلو آسانتیاوې بشپړې کړي.
دغه راز شورا ویلي، چې په روان ښوونیز کال کې به تر بلې خبرتیا پورې افغان اتباعو ته د زدهکړو د منلو، د ځای بدلولو، لېږد، د زدهکړو د انتقال یا نورو «آسانتیاوو» اجازه نهورکول کېږي.
د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا روښانه کړې نهده ، چې اوسمهال د دې هېواد په طبي او غاښونو طب پوهنځیو کې څومره افغان زدهکړیالان زدهکړې کوي او آیا هغه زدهکړیالان به له دې پرېکړې مستثنا وي، چې د خپلو زدهکړو د بشپړولو په درشل کې دي که نه.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان او افغانستان اړیکې په سخت ډول ترینګلې شوي او سلامآباد د افغان اتباعو د بېرته ستنولو بهیر پراخ کړی دی.
د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر یودېرشمې پورې څه باندې ۲.۶ میلیون افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان وايي، د افغانانو ایستل د ملي امنیت د خوندي کولو او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو لپاره اړین دي؛ خو ملګرو ملتونو او بشري حقونو بنسټونو څو ځله د افغانانو، زیانمنو کسانو او جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اسلامآباد او کابل اړیکې هم د پاکستان د هغو ادعاوو له کبله سختې ترینګلې شوي، چې ګواکې تحریک طالبان پاکستان او نورې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. اسلامي امارت دا ادعا رد کړې او وايي؛ هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره پر پاکستان د برید لپاره وکاروي.
د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا نوې لارښوونه پر افغانانو لګېدلي محدودیتونه نور هم پراخوي؛ ځکه دا پرېکړه یوازې بېاسناده کډوال، پناهغوښتونکي یا هغه کسان نه رانغاړي، چې معتبره ویزه نهلري، بلکې هغه زدهکړیالان هم پهکې دي، چې له دې مخکې یې د پاکستان په مسلکي طبي پروګرامونو کې نوملیکنه کړې ده.
دغه راز د پاکستان پخواني سفیر هم د افغان زدهکړیالانو په اړه د اړوند پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د پاکستان له طبي او غاښونو طب شورا غوښتي، چې په پوهنتونونو او طبي پوهنځیو کې د افغان زدهکړیالانو په اړه خپله پرېکړه د بشري دلایلو او د دواړو هېوادونو د تاریخي اړیکو له مخې بیا وڅېړي.
هغه وړاندیز کړی، چې افغان زدهکړیالانو ته دې اجازه ورکړ شي، چې خپلې زدهکړې بشپړې کړي او له فراغت وروسته افغانستان ته ستانه شي.