Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د چاودنې له کبله ۱۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

په پاکستان کې د چین سفارت د دوه چینایانو وژل کېدا منلې او دا یې یو “ترهګریز برید” یاد کړی دی.

خپور شوی

د

رویټرز خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر شپه د پاکستان د جنوبي ښار کراچۍ نړیوال هوايي ډګر ته نږدې په یوه ترهګریزه چاودنه کې دوه چینایان وژل شوي دي.

په پاکستان کې د چین سفارت د دوه چینایانو وژل کېدا منلې او دا یې یو “ترهګریز برید” یاد کړی دی.

بلوچ بېلتون غوښتونکې وسله‌والې ډلې[  بلوچ لیبریشن آرمی (BLA) ] خبریالانو ته په یوه ایمیل شوې خبرپانه کې ادعا کړې، چې چاودنه د دوی لخوا د موټر پر مټ ترسره شوې، چې يې چینایي انجینران ول.

د پاکستان ټلویزیون جیو نیوز ویلي؛ په چاودنه کې د یو شمېر کسانو د مرګ او ژوبلې ترڅنګ لږ تر لږه ۱۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

جیو نیوز د یوه ولایتي چارواکي د څرګندونو له مخې ویلي، چې د چاودنې بڼه او موخه سمدستي روښانه نده.

د کراچۍ پولیسو سمدلاسه د پوښتنې غوښتنې ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

د چین سفارت ویلي، هوايي ډګر ته نږدې د قاسم بندر د برښنا شرکت پر کاروان یې برید شوی دی.

په اعلاميه کې راغلي؛ په پاکستان کې د چين سفارت او جنرال قونسلګرۍ دا ترهګريز بريد غندي، د دواړو هېوادونو د بې ګناه قربانيانو په اړه ژوره خواشیني څرګندوي او د ټپيانو او (د هغوی) کورنيو ته د ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.

بلوچ لیبریشن آرمی BLA د پاکستان په سویل لویدیځ کې د بلوچستان ایالت وسله‌واله ډله ده، چې د افغانستان او ایران سره پر ګډه پوله خپلواکۍ غوښتونکې هڅې تر سره کوي.

دې ډلې په اګست میاشت کې همغږي بریدونه پیل کړل، چې په کې له ۷۰ ډېر کسان ووژل شول.

دغه راز په دې ایالت کې په ځانګړي توګه په ګوادر ستراتیژیک بندر کې د چین ګټې پر نښه کوي او بیجینګ پدې تورنوي، چې د اسلام‌آباد پر مرسته د دې ایالت له شتمنیو ګټه پورته کوي.

رویټرز راپور ورکړی، چې له دې مخکې یې په سیمه کې چینایي اتباع وژلي او په کراچۍ کې یې د بیجینګ پر کونسلګرۍ هم برید کړی دی.

سیمه ییز خبرونه

د جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل

د رویټرز د راپور له مخې، د احتمالي راتلونکو خبرو تمرکز به د ایران پر اووه ورځني تعدیل شوي وړاندیز وي؛ هغه طرحه، چې تهران تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وړاندې کړې وه.

Published

on

امریکايي او ایراني چارواکو د دوشنبې پر ورځ د اووه میاشتني جنګ د پای ته رسولو لپاره د نویو هڅو په لړ کې له منځګړو سره بېل بېل غږېدلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د احتمالي راتلونکو خبرو تمرکز به د ایران پر اووه ورځني تعدیل شوي وړاندیز وي؛ هغه طرحه، چې تهران تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وړاندې کړې وه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران د اوربند او په هرمزتنګي کې د بېړۍ‌چلونې د لارې د بیا پرانیستلو په اړه د خپلو شرطونو په تړاو د امریکا ځواب ته سترګې پر لار دی.

نوموړي ټینګار کړی، که واشنګټن د سوله‌ییزې حللارې په لټه کې وي؛ ایران خپل وړاندیز وړاندې کړی دی.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تائید کړې، چې امریکايي چارواکو د دوشنبې پر ورځ له منځګړو سره خبرې کړې دي.

ټرمپ له دې مخکې ویلي وه؛ تمه ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې به روانه اوونۍ روانې وي.

د ایران په وړاندیز کې د نښتو درول، د ځینو بندیزونو او د تېلو اړوند محدودیتونو لرې کول، د ایران د شتمنیو ازادول او د هرمز تنګي بیا پرانیستل شامل دي.

تهران ویلي، د دغې اړینې بحري لارې بیا پرانیستل به د شرطونو له پوره کېدا سره تړاو ولري؛ خو د دواړو لوریو دریځونه اوس هم سره توپیر لري او د نویو ډیپلوماټیکو هڅو پایله تر اوسه روښانه نه‌ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هند او نیپال کې د سېلابونو او ځمکښویېدنې له کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شول

هندي چارواکو ويلي، د اوټار پرډېش په ایالت کې ۵۶ کسان مړه شوي، ۴۶ نور ټپیان دي او له زر ډېر کورونه زیانمن شوي دي. مرستندویه ځواکونه په سېلاب‌ځپلیو سیمو کې د ژغورنې او بېړنیو مرستو د وېش پر عملیاتو بوخت دي.

Published

on

د هند او نیپال په ځینو سیمو کې سختو بارانونو او توپانونو سېلابونه او ځمکښویېدنې رامنځته کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شوي دي.

هندي چارواکو ويلي، د اوټار پرډېش په ایالت کې ۵۶ کسان مړه شوي، ۴۶ نور ټپیان دي او له زر ډېر کورونه زیانمن شوي دي. مرستندویه ځواکونه په سېلاب‌ځپلیو سیمو کې د ژغورنې او بېړنیو مرستو د وېش پر عملیاتو بوخت دي.

په نیپال کې هم چارواکو د ۱۴ کسانو د مړینې او د ۱۱ نورو له ورکېدا خبر ورکړی دی.

د دغه هېواد چارواکو له ۷۷ ولسوالیو څخه په ۴۹ ولسوالیو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

د ګنګ، ګنډک، کوسي او باګمټي په ګډون د څو لویو سیندونو د اوبو کچې لوړېدا هم د سېلابونو د پراخېدا اندېښنې زیاتې کړې دي.

د نیپال په ځینو سیمو کې د برښنا لېږدولو مزو او نوري فایبر ته د زیان رسېدا له کبله برښنا او مخابراتي اړیکې هم ګډې وډې شوې دي. همدارنګه، په یوه بله پېښه کې د مانانګ ولسوالۍ د هیملونګ همال د اصلي کمپ تر څېرمه د واورې ښویېدنې له رامنځته کېدا وروسته ۱۰ ځايي کارګر ورک شوي دي.

د هند او نیپال چارواکي د سېلابونو او ځمکښویېدنو له کبله د اوښتو زیانونو د ارزونې او د مرستو رسولو عملیات روان ساتلي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ډي‌آی‌خان برید د امنیت په ټینګښت کې د حکومت د ناکامۍ نښه ده – ایمل ولي خان

هغه په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې دغه ایالت د خپل تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو څخه تېرېږي او پښتانه له پراخ تاوتریخوالي او ناامنۍ سره مخ دي.

Published

on

د عوامي نشنل پارټۍ مشر او د پاکستان سناتور ایمل ولي خان د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړوند د درازندې سیمې پر «امن مېله» امنیتي پوسته د شوي ځانمرګي برید غندنه کړې او دا یې د حکومت له‌خوا د امنیت په ټینګښت کې د ناکامۍ نښه بللې ده.

هغه په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې دغه ایالت د خپل تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو څخه تېرېږي او پښتانه له پراخ تاوتریخوالي او ناامنۍ سره مخ دي.

د عوامي نشنل پارټۍ مشر له مرکزي او ایالتي حکومتونو غوښتي، چې د یو بل د ملامتولو او بریدونو د «فتنة الخوارج» او «فتنة الهندوستان» پر نوم ډلو پورې د تړلو پر ځای؛ د وګړو د امنیت ساتلو مسوولیت پر غاړه واخلي.

هغه ټینګار کړی، چې مرکزي او ایالتي چارواکي باید د خیبر پښتونخوا له خلکو څخه لرې نه‌شي او د تاوتریخوالي د دوام د مخنیوي او د وګړو د ژوند د ساتنې لپاره ټینګ ګامونه واخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!