تازه خبرونه
پاکستان او روسیې له افغانستان سره پر عملي تعامل ټینګار څرګند کړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، دغه هېواد د سیمې د نورو هېوادونو پر همکارۍ د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لپاره د زمینې برابرولو ته ژمن دی.
دغه وزارت له نړۍ غوښتي، چې په افغانستان کې د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې مرستې او ملاتړ روان وساتي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي په اسلامآباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیالې حنا رباني کهر سره د افغانستان پر وضعیت پر خبرو ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد هڅه کوي په افغانستان کې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره لار برابره کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د پله په توګه د سیمې پر ټولنیز او اقتصادي پرمختګ اغېز لري او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې په دې برخه کې خپلې مرستې روانې وساتي او په افغانستان کې د بېیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ملاتړ ته راودانګي.
په پاکستان کې یو شمېر کارپوهان وايي، روسیه او پاکستان له اسلامي امارت سره سیاسي او عملي تعامل غواړي او روسیه هڅه کوي، چې د اسلامي امارت په اړه د سیمې د هېوادونو سیاستونه د کابل په اړه د مسکو له سیاستونو سره یو ځای کړي.
په افغانستان کې هم پدې باور ده، چې افغانستان باید په سیاسي انزوا کې پاتې نشي او دا هېواد باید د دیالوګ له پراخولو سره د نړیوالې ټولنې فعال غړی شي.
روسیه او پاکستان له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري. ضمیر کابلوف اسلامآباد ته له سفر مخکې کابل ته په سفر کې ویلي وه، چې د روسیې هڅې د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو متمرکزې دي.