تازه خبرونه

پاکستان باید زور نه د خبرو لار خپله کړي – متقي

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ناروې د شارژدافیر پیر البرټ الساس سره په یوه لیدنه کې، چې نن (پنجشنبه د لیندۍ پر شپږمه) په کابل کې ترسره شوه ویلي، چې اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصادي پلوه بهرني سیاست پر بنسټ، د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او تمه ده، چې اسلام‌آباد به د زور او بې ثباتۍ پر ځای مذاکراتو او ثبات ته ترجیح ورکړي.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر سره د سیاسي، اقتصادي او بشري مسلو او همدارنګه د افغانستان- پاکستان او د سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ناروې د شارژدافیر پیر البرټ الساس سره په یوه لیدنه کې، چې نن (پنجشنبه د لیندۍ پر شپږمه) په کابل کې ترسره شوه ویلي، چې اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصادي پلوه بهرني سیاست پر بنسټ، د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او تمه ده، چې اسلام‌آباد به د زور او بې ثباتۍ پر ځای مذاکراتو او ثبات ته ترجیح ورکړي.

پیر البرټ الساس هم په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو د پر نښه کولو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه ټینګار کړی، چې د هغه هېواد د افغانستان له حکومت سره رغنده اړیکې غواړي.

ویل کیږي، چې په دې کتنه کې د مثبت تعامل او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو په اړه هم بحث وشو او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا هیله وکړه.

Trending

Exit mobile version