تازه خبرونه
پاکستان به له اسلامآباد څخه زرګونه افغان کډوال وباسي
د پاکستان حکومت دوی ته ویلي، چې د هېواد نورو برخو ته ولاړ شي. په ځانګړي توګه راولپنډۍ ته، چې په کې سفارتونه او د کډوالو ادارې فعالې دي.
په اسلامآباد کې په لسګونو زره هغو افغان کډوالو ته، چې په درېیم هېواد کې د بیا میشتیدنې لپاره پر تمه دي؛ د پاکستان حکومت امر کړی، چې د مارچ تر یودېرشمې له پلازمېنې ووځي.
د پاکستان حکومت دوی ته ویلي، چې د هېواد نورو برخو ته ولاړ شي. په ځانګړي توګه راولپنډۍ ته، چې په کې سفارتونه او د کډوالو ادارې فعالې دي.
کډوالو او د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارو د دې پرېکړې په اړه اندېښنې څرګندې کړې؛ پاکستان زرګونه افغان کډوال ګواښي او وباسي، خو که دوی په امریکا او نورو هېوادونو کې ځای پر ځای نشي.
شاوخوا ۲۰ زره افغانان د بیا میشتیدنې لپاره په امریکا کې تائید شوي؛ خو دا له هغې وروسته، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د امریکا د کډوالو پروګرامونه ودرول له ناڅرګند برخلیک سره مخ شول.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په دې وروستیو کې ویلي، چې نږدې ۸۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه نورو هېوادونو ته تللي او شاوخوا ۴۰ زره په نورو ځایونو کې د بیا میشتېدنې غوښتنه لري، چې اوس هم په پاکستان کې دي.
د ټرمپ د کډوالو د منلو درې میاشتنی ځنډ د جنورۍ پر اووهویشتمه نافذ شو. د ټرمپ ادارې په دې اړه هیڅ ندي ویلي، چې بیا میشتېدنه به بالاخره بیا کله پیل شي.
پاکستان له اسلامي امارت سره د مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ له کبله سلګونه زره نور افغانان – هغه کډوال، چې په قانوني یا غیرقانوني توګه داخل شوي او حتا ځینې یې، چې په لویدیځو هېوادونو کې د بیا میشتېدنې لپاره پاکستان ته داخل شوي وه؛ هم وشړل.
پاکستان اسلامي امارت تورنوي؛ پاکستانيو وسلوالو ته یې پناه ورکړې، چې له پولې هاخوا بریدونه تر سره کوي.
اسلامي امارات تل دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي: هیڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې د وسلوالو بریدونو لپاره وکارول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د د لېږد د ځنډولو په اړه پخوانیو امریکایی سرتېرو یوې ډلې د امریکا له بهرنیو چارو، کورني امنیت او دفاع وزیرانو څخه د دې پروسې د بیا پیل غوښتنه کړې ده.