Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان به ډېر ژر د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د دوه یم پړاو غونډه جوړه کړي

خپور شوی

د

Last Updated on: کب ۲۵, ۱۴۰۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي، د راروانې اوونۍ د سې شنبې او چارشنبې د جوړېدونکې ناستې موخه د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري کړکېچ ته د حل لارو موندل دي.

شاه محمود قریشي وايي، په دې غونډه کې به مرسته وکړي، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی ټینګ شي او د اسلامي همکاريو سازمان غړي به د تېرې غونډې پر ژمنو بیا کتنه وکړي.

اسلامي امارت وايي، په دې غونډه کې به د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د حکومت په استازيتوب ګډون وکړي. له دې سره هممهاله د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ډیورنډ پورې غاړې پښتنو د جرګې د پای له اعلامیې، چې د لویې جرګې او منتخب حکومت جوړېدو خبره پکې شوې ملاتړ او هرکلی یې کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د اسلامي هېوادونو غړي په دې ناسته کې له افغانستان سره پخپلو پخوانیو ژمنو بیاکتنه کوي او پر راتلونکیو ګامونو به غور وشي.

شاه محمود قریشي زیاته کړې؛ د دې غونډې یوازنۍ موخه دا ده، چې نړیوالو ته د یووالي، پیوستون او ګډې همکارۍ پیغام ورسوي.

نوموړی په دې اړه وایي: د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري کړکېچ ته د حل لار موندلو ترڅنګ د دې غونډې د جوړېدو موخه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخول، پیوستون او ګډه همکاري ده.

په اسلام آباد کې د اسلامي همکارۍ ټولنې د غونډې په لومړي پړاو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان پر استازیتوب ګډون کړی و.

اسلامي امارت وايي، په دوه یم پړاو کې به مولوي متقي بیا هم ګډون وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي؛ تر دې دمه د ناستې په اړه څه په ډاګه شوي ندي؛ خو په ټوله کې د افغانستان د ګټو لپاره جوړېدونکې ناستې، چې په هر هېواد کې وي؛ مونږ یې ښه ګام بولو او ترې ملاتړ کوو.   

پر دې سربېره، د افغانستان په اړه دوه نورې غونډې به هم روانه میلادي میاشت په چین او سویس کې جوړې شي.

دغه راز د افغانستان د جمهوریت د مهال ولسمشر حامد کرزي د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې د پښتنو د راببل شوې جرګې د پای له اعلامیې، چې د لویې جرګې او منتخب حکومت د جوړېدو خبره په کې شوې خپل ملاتړ څرګند کړی او ترې هرکلی کوي.

د ډېورنډ کرښې د هغې غاړې مشرانو او پېژندل شويو څېرو د پښتونخوا په بنو کې  څلور ورځنۍ قومي جرګه جوړه کړې وه، چې په افغانستان کې یې د لویې جرګې او ټاکنو له لارې د یوه منتخب حکومت رامنځته کېدو غوښتنه راپورته کړه.

د اسلامي امارت له بیا واکمن کېدو اووه میاشتې کېږي او تر دامهاله د نړۍ هېڅ هېواد هم نوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ خو مسوولینو په وار وار ویلي، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له چلند او مثبت تعامله راضي دي او هیله ښيي، چې ډېر ژر به نوی دولت پر رسمیت وپېژندل شي.

تازه خبرونه

په ګرمسېر کې د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي

د سیمه‌ییزو راپورونو له مخې، دغه کورنۍ د غزني ولایت اوسېدونکې دي او په صفار سیمه کې یې یو کوچنی رسټورانټ درلود.

Published

on

د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د پاکستان د پوځي رژیم د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي« شهیدان» شوي او اووه نور ټپیان دي.

د سیمه‌ییزو راپورونو له مخې، دغه کورنۍ د غزني ولایت اوسېدونکې دي او په صفار سیمه کې یې یو کوچنی رسټورانټ درلود.

د څرګندونو له مخې؛ د دې پېښې د« شهیدانو» جسدونه او ټپیان د حکومت له‌خوا په یوه چورلکه کې غزني ولایت ته لېږدول شوي، چې ټپیان تر درملنې لاندې ونیول شي او «شهیدان» هم خاورو ته وسپارل شي.

دا برید نن سهار شاوخوا ۳:۳۰ د پاکستان د پوځي رژیم د جټ الوتکو له‌خوا ترسره شوی او په کې پر دوه ملکي کورونو څلور بمونه غورځول شوي دي.

ویل شوي، چې له برید وروسته درې ماشومان نادرکه شوي او د هغوی د موندلو لپاره د لټون هڅې روانې دي.

سیمه‌ییزو چارواکو دغه برید غندلی دی.

#آریانانیوز #افغانستان #هلمند #ګرمسېر #پاکستان #هوايي‌برید #ملکي‌وګړي

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا له عراق څخه خپل ټول پوځي تجهیزات له ځان ولېږدول – ټرمپ

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي، چې د عراق په شمال کې له اربیل هوايي اډې څخه د امریکا پر مشرۍ د ائتلاف د ځواکونو او تجهیزاتو وتلو د داعش پر وړاندې په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورساوه.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ز.کال کې د امریکايي ځواکونو وتل له عراق څخه د دغو ځواکونو له وتلو سره پرتله کړي او څرګندوي، چې امریکا په افغانستان کې ډېر پوځي تجهیزات پرېښودل؛ خو له عراق څخه د وتلو پر مهال امریکايي ځواکونو خپل ټول تجهیزات له ځان سره ولېږدول.

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي، چې د عراق په شمال کې له اربیل هوايي اډې څخه د امریکا پر مشرۍ د ائتلاف د ځواکونو او تجهیزاتو وتلو د داعش پر وړاندې په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورساوه.

هغه ویلي:« ما وویل؛ لږ نور وخت ورکړئ او هر څه له ځان سره یوسئ. که مو په یاد وي، مونږ ټول تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل؛ هر څه هلته پاتې شول.»

ټرمپ زیاته کړې:« ما ویل؛ نه غواړم ان یو پیچ هم پاتې شي. که پر ځمکه یو پیچ لوېدلې وي؛ هغه هم راواخلئ. که ترپالي خېمه لرو، هغه هم له ځان سره یوسئ. مونږ هر څه له ځان سره یووړل.»

د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې د کابل هوايي ډګر برید ته هم نغوته وکړه، چې په کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

ټرمپ وایي، چې په تېرو کلونو کې یې په دې برید کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو له کورنیو سره لیدلي او له هغو سرتېرو یې هم یادونه وکړه، چې په دې برید کې سخت ټپیان شوي وه.

هغه وایي:« له هغو او د هغو له اولادونو سره، چې څه وشول؛ هېڅکله باید نه وی شوي.»

ټرمپ زیاته کړې، ۴۸ امریکايي سرتېري سخت ټپیان شوي وه؛ خو پر وینا یې؛« هېڅکله له هغوی یادونه نه‌کېږي.»

ټرمپ له عراق څخه د امریکا وتل د یوه لګښتي پوځي حضور پای وباله او څرګندوي، چې د دې ماموریت لپاره یې څرګند هدف ټاکلی و او قومندانانو ته یې امر کړی و، چې هغه بشپړ کړي؛ پرته له دې، چې په عراق کې د امریکا حضور پر دایمي ماموریت بدل شي.

د امریکا پوځ د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونو او تجهیزاتو له اربیل هوايي اډې څخه خپل منظم وتل بشپړ کړي او له دې سره په عراق کې د «عزم راسخ» عملیات پای ته رسېدلي دي.

دغه عملیات په ۲۰۱۴ز.کال کې له هغې وروسته پیل شول، چې داعش د عراق او سوریې پراخې سیمې ونیولې. د دغو عملیاتو موخه له دې ډلې سره مبارزه وه. امریکا اوس هم په اردن کې له خپل مرکزي مرکز څخه په سوریه کې د داعش پر وړاندې عملیات روان ساتلي دي.

ټرمپ ویلي، امریکا له داعش سره د مبارزې لپاره عراق ته تللې وه او اوس دغه ډله کومه ځانګړې سیمه تر خپلې ولکې لاندې نه‌لري.

#آریانانیوز #افغانستان #عراق #امریکا #ټرمپ #داعش

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» د مشورتي ناستو اتمه غونډه به د اوکټوبر پر پېنځمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

بېلاروس او مصر په دې غونډه کې  مېلمانه دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به په غونډه کې وینا وکړي.

دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ یو افغان پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي او ټاکل شوې، چې نوموړی به د غونډې په څنډه کې له لاوروف سره ځانګړې لیدنه هم وکړي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، د روسیې او افغانستان د چارواکو په دوه‌اړخیزه لیدنه کې به د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند روانو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

د «مسکو فارمټ» په پراخه غونډه کې به د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشي.

زاخارووا زیاته کړې؛ تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره شي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #مسکو‌فارمټ #روسیه #لاوروف #زاخارووا

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!