تازه خبرونه
پاکستان به ډېر ژر د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د دوه یم پړاو غونډه جوړه کړي
شاه محمود قریشي وايي، په دې غونډه کې به مرسته وکړي، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی ټینګ شي او د اسلامي همکاريو سازمان غړي به د تېرې غونډې پر ژمنو بیا کتنه وکړي.
اسلامي امارت وايي، په دې غونډه کې به د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د حکومت په استازيتوب ګډون وکړي. له دې سره هممهاله د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ډیورنډ پورې غاړې پښتنو د جرګې د پای له اعلامیې، چې د لویې جرګې او منتخب حکومت جوړېدو خبره پکې شوې ملاتړ او هرکلی یې کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د اسلامي هېوادونو غړي په دې ناسته کې له افغانستان سره پخپلو پخوانیو ژمنو بیاکتنه کوي او پر راتلونکیو ګامونو به غور وشي.
شاه محمود قریشي زیاته کړې؛ د دې غونډې یوازنۍ موخه دا ده، چې نړیوالو ته د یووالي، پیوستون او ګډې همکارۍ پیغام ورسوي.
نوموړی په دې اړه وایي: د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري کړکېچ ته د حل لار موندلو ترڅنګ د دې غونډې د جوړېدو موخه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخول، پیوستون او ګډه همکاري ده.
په اسلام آباد کې د اسلامي همکارۍ ټولنې د غونډې په لومړي پړاو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان پر استازیتوب ګډون کړی و.
اسلامي امارت وايي، په دوه یم پړاو کې به مولوي متقي بیا هم ګډون وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي؛ تر دې دمه د ناستې په اړه څه په ډاګه شوي ندي؛ خو په ټوله کې د افغانستان د ګټو لپاره جوړېدونکې ناستې، چې په هر هېواد کې وي؛ مونږ یې ښه ګام بولو او ترې ملاتړ کوو.
پر دې سربېره، د افغانستان په اړه دوه نورې غونډې به هم روانه میلادي میاشت په چین او سویس کې جوړې شي.
دغه راز د افغانستان د جمهوریت د مهال ولسمشر حامد کرزي د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې د پښتنو د راببل شوې جرګې د پای له اعلامیې، چې د لویې جرګې او منتخب حکومت د جوړېدو خبره په کې شوې خپل ملاتړ څرګند کړی او ترې هرکلی کوي.
د ډېورنډ کرښې د هغې غاړې مشرانو او پېژندل شويو څېرو د پښتونخوا په بنو کې څلور ورځنۍ قومي جرګه جوړه کړې وه، چې په افغانستان کې یې د لویې جرګې او ټاکنو له لارې د یوه منتخب حکومت رامنځته کېدو غوښتنه راپورته کړه.
د اسلامي امارت له بیا واکمن کېدو اووه میاشتې کېږي او تر دامهاله د نړۍ هېڅ هېواد هم نوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ خو مسوولینو په وار وار ویلي، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له چلند او مثبت تعامله راضي دي او هیله ښيي، چې ډېر ژر به نوی دولت پر رسمیت وپېژندل شي.
