تازه خبرونه
پاکستان تر اوسه د افغان کډوالو د درې اړخیزې ناستې په اړه هوکړه نهده کړې – اسلامي امارت
که څه هم له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان مهاجرینو د ایستلو ټاکل شوي ضرب الاجل ته اته ورځې پاتې دي؛ خو اسلامي امارت وايي، چې اسلامآباد تر اوسه پهدې اړه له ملګرو ملتونو سره د درې اړخیزې ناستې د ترسره کولو هوکړه نهده کړې.
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ (د تلې ۳۰ ) یوه خبرپاڼه خپره کړې او څرګندوي، چې د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له مرستیال لیونارد زولو سره د دوشنبې پر ورځ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په څرګندونو کې راغلي: دا، چې پاکستاني لوري د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ پر درې اړخیزه ناسته هوکړه نهده کړې؛ نو دې وزارت پرېکړه وکړه، چې ياده شوې غونډه به د اسلامآباد پر ځای په کابل کې تر سره او دا موضوع به د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لارې دواړو لوریو ته وړاندې شي.
په دې خبرپاڼه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د مشر لیونارد زولو د څرګندونو له مخې ویل شوي، چې پاکستان باید ژر تر ژره د دغې درې اړخیزې غونډې د ترسره کېدو یا نه حاضرېدو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
د روانې میاشتې په پیل کې اسلامآباد ټولو هغو کډوالو ته، چې په غیر قانوني توګه په پاکستان کې میشت دي؛ د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستان څخه د وتلو مهلت ورکړی او دا خبرداری یې هم ورکړی، چې که ونه وځي وبهنیول شي او له هېواده شړل کیږي.
په پاکستان کې یو شمېر بنسټونو ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو له پاکستان وغوښتل، چې افغان کډوال ونهباسي او خبرداری یې هم ورکړی، چې ښايي دغه کسان افغانستان ته له ستنېدو وروسته د اسلامي امارت لهخوا وځپل شي.
دغه راز د تېرې پنجشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو غوښتي وه؛ هغو افغانانو ته، چې د امنیت په لټه کې دي د ننوتو او پاتې کېدو اجازه ورکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په یوه خبري کنفرانس کې له پاکستان او نورو هېوادونو وغوښتل، چې له دغو کډوالو سره مرسته وکړي.
هغه ویلي: زه غواړم ووایم، چې مونږ د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو غواړو، چې له مهاجرینو او پناه غوښتونکیو سره په چلند کې خپل مکلفیتونه مراعات کړي او د اجباري راستنېدو د منع اصولو ته درناوی وکړي.
د اسلامي امارت چارواکو هم له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان مهاجرو د اخراج په اړه پهخپله پرېکړه له سره غور وکړي.
پاکستان اعلان کړی، چې ناقانونه میشت افغانان به وشړي.
د پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغه هېواد کې ۱.۷ میلیون بهرنيان، چې ۱.۴ میلیون یې افغانان دي ناقانونه ژوند کوي.
د پاکستان حکومت د دې هېواد د پلازمېنې اسلامآباد په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې د افغان کډوالو د ایستلو له ټاکلې نېټې مخکې د نیولو لړۍ هم ګړندۍ کړې ده.
د پاکستانيو رسنیو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا پولیسو د یکشنبې پر ورځ د پېښور باړې د اړوند افغان مهاجرینو په یوه پخواني مارکیت کې له کومې مخکنۍ خبرتیا پرته لسګونه دوکانونه ویجاړ کړل. له دې مخکې هم د اسلامآباد پولیسو په مورګل سیمه کې د افغان کډوالو یو شمېر کورونه نړولي وه.
له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو وروستۍ نېټه را نږدې کیږي او اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د تورخم بندر ته څېرمه د شړل شویو کډوالو د لنډ مهاله اوسېدو لپاره یو کمپ جوړ کړی دی. دغه کمپ د ۵۰۰ کسانو وتیا او ظرفیت لري.
د اسلامي امارت سیمهییزو چارواکو ويلي، په کمپ کې راستنېدونکیو مهاجرینو ته د لنډمهالې استوګنې پر مهال خوراکي توکي، ترانسپورت او روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.
پاکستانيو چارواکو ويلي، چې دلته د میشتو افغانانو او نورو هغو کډوالو لپاره، چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري، د ضرب الاجل له ټاکلو وروسته زرګونه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د جمعې تر ورځې ( د تلې ۲۸ / د اکتوبر ۲۰ ) شاوخوا ۵۲ زره افغانان، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او ډېر نور له کراچۍ او نورو ښارونو د پولې پر لورې روان دي.