سوداگري

پاکستان ته له افغانستان او ایران څخه د رومیانو او پیازو رسول پیل شول

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۵, ۱۴۰۱)

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران پر محصولاتو د ګمرکي محصول د معافیت له اعلان وروسته په تېرو څلورو ورځو کې د روميانو او پیازو ۵۳۰ لارۍ د تورخم له پولې تېرې کړې دي.

د ګمرک یوه چارواکي د پاکستان APP خبري آژانس ته ویلي، په تېرو څلور ورځو کې په ۲۲۲ لاریو کې ۶۰۰۰ متریک ټنه روميان او په ۳۰۸ لاریو کې ۹ زره متریک ټنه پیاز هم وارد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له افغانستان او ایران څخه د پیازو او رومیانو پر وارداتو مالیه معاف کړې، چې پاکستانیانو ته په هېواد کې له سېلابونو وروسته ارزانه سبزیجات ورسیوي.

پاکستان په دې اړه هڅه کړی، چې د پولې دروازې څلیریشت ګړۍ خلاصې وساتي، چې د لاریو د تېرېدو بهیر ګړندۍ شي.

Trending

Exit mobile version