تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان څخه د الوتنو لپاره نوې سپارښتنې وړاندې کړې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۲, ۱۴۰۲)

د پاکستان ملکي هوايي چلند ادارې د شنبې پر ورځ ( د وږي ۱۱ ) له افغانستان څخه د الوتنو او د پاکستان هوايي حریم ته د ورننه کېدو نوې سپارښتنې وړاندې کړې دي.

د پاکستان د ای آر وای نیوز تلویزیوني کانال راپور ورکړی، چې د نویو سپارښتنو له مخې؛ ټولې هغه الوتنې، چې له افغانستان څخه د پاکستان هوایی حریم ته رادننه کیږي، باید لږ تر لږه ۱۵ دقیقې مخکې مو خبر کړي.

د پاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان په فضا کې دننه د هوایي ترافیکو خدمات به یوازې له مخکینۍ خبرتیا سره سمې شونې وي. دا خدمات به په کراچۍ، لاهور او اسلام‌آباد کې د څار مرکزونو له لارې وړاندې کیږي.

دغه راز الوتنې به د تاجکستان او اسلام‌آباد د دوشنبي د هوایي څار له لارې د هوایي ترافیکو خدمتونه ترلاسه کوي، چې په سیمه کې به د الوتنو لپاره اړیکه او همغږي زیاته کړي.

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې پیلوتانو ته په یوه خپره شوې خبرتیا کې دغه بدلونونه پر ګوته کړي او له ټولو هوایي شرکتونو یې غوښتي، چې دا نوې سپارښتنې په پام کې ولري. دا خبرتیا د ۲۰۲۳ ز. کال تر نومبره د باور وړ ده.

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند ویلي، چې له دغو کړنو موخه په سیمه کې د هوايي تګ راتګ خوندیتوب او اغېزمنتیا زیاتول دي.

Trending

Exit mobile version