تازه خبرونه

پاکستان دې خپل هوایي حریم د افغانستان پر ضد نه کاروي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۶, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي دفاع وزیر څرګنده کړې؛ د امریکا بې پیلوته الوتکې د پاکستان له خاورې د افغانستان هوايي حریم ته ننوتي او له پاکستان څخه غواړي، چې هوایي حریم یې د افغانستان پر ضد و نه کارول شي.

د ملي دفاع وزارت ملت ته په داسې حال کې یو کلن حساب ورکوي، چې د تېر رژیم له ړنګېدو وروسته یې کابو هرڅه له لاسه ورکړي وه او اسلامي امارت یې د بیا جوړولو لپاره کار پیل کړ؛ خو تر ټولو مهمه مسله، چې په دې ورځو کې یې د خلکو پام ځانته رااړولی او پوښتل کېږي؛ د امریکا بې پیلوته الوتکې له کوم هېواد څخه د افغانستان هوايي حریم ته راننوځي؟ دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد دغې پوښتنې ته د ځواب پر مهال د افغانستان په هوايي حریم کې د امریکايي بې پيلوته الوتکو تګ راتګ ښکاره تېری ګڼي او وايي، اوسمهال له امریکايي چارواکو سره له دیپلوماتیکو لارو پدې اړه خبرې کوي، چې نور بې پیلوته الوتکې د افغانستان پر هوايي حریم تېری ونکړي.

د ملي دفاع وزیر په افغانستان کې د امریکايي بې پیلوته الوتکو د الوتنو په اړه وایي: دا په افغانستان کې د امریکا ښکاره سرغړونه ده، مونږ خپل غږ پورته کړی او بیا هم امریکا په ډېره سپین سترګۍ دغه کار ته دوام ورکوي. دا کار کوي، مونږ یې غندو.

دفاع وزیر محمد يعقوب مجاهد وایي؛ زمونږ د معلوماتو له مخې امريکايي بې پيلوته الوتکې له پاکستان څخه افغانستان ته راننوځي. مونږ له پاکستان څخه غواړو، چې خپله خاوره زمونږ پر ضد ونه کاروي.

دغه راز نوموړي ویلي، دوی له ازبکستان او تاجکستان څخه افغانستان ته د پوځي الوتکو د بېرته راګرځولو په هڅه کې دي؛ خو امریکایانو یې مخه نیولې ده.

د جمهوريت له نسکورېدو مخکې ډېرې افغان پوځي الوتکې تاجکستان او ازبکستان ته ليږدول شوې وې؛ خو په تېر کال کې ظاهراً د دغو الوتکو د راستنولو خبرې بې پایلې پاتې شوې دي او مجاهد امريکا په دې برخه کې خنډ بولي.

د ملي دفاع وزارت مشرتابه وايي، چې دا مهال د پوځ شمېر ۱۴۵ زره تنو ته رسېږي.

د هېواد لوی درستیز په دې غونډه کې ويلي، چې تخریبي عناصر هیڅ لاسته راوړنه نلري.

د افغانستان د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وايي، هغه تخریبي عناصر نیول شوي، چې سرحدي سیمې یې بې ثباته کولې. د ټول افغانستان په ځانګړي توګه د پنجشیر ولایت وضعیت تر څارنې لاندې دی.

د ملي دفاع وزارت وايي، تر اوسه ۶۰ چورلکې رغول شوي او هوايي ځواکونو په ۲۴۶ الوتنو کې ۳ زره کسان له سیلابونو ژغورلي دي.

د ملي دفاع وزارت د د دې وزارت د ټولو څانګو فعالول، په پولو کې د څه باندې ۲۵ زره سرتېرو ځای پر ځای کول، د ملي دفاع وزارت د تخنیکي څانګو فعالول، د پوځ په جلب او جذب کې نظم رامنځته کول، د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د څلور زره کسانو لرې کول او د معاشونو شفاف وېش په تېر یوه کال کې د دغه وزارت نورې لاسته راوړنې دي.

Trending

Exit mobile version