تازه خبرونه

پاکستان دې د افغان کډوالو په اړه مسوولانه کړنې ترسره کړي – امریکا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۱, ۱۴۰۲)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ( د تلې ۱۰) ویلي، چې د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو غواړي، چې له افغان کډوالو او پناه غوښتونکیو سره په چلند کې له خپلو مکلفیتونو سره سم ګام واخلي.

د دغه وزارت ویاند متیو میلر د یوه خبري کنفرانس پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړې، مونږ د پاکستان په ګډون له خپلو ټولو شریکانو سره خبرې کړي، چې د مهاجرینو حقونو ته درناوی وکړي او پر وړاندې یې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل ونه‌کړي.

متیو میلر زیاته کړې: مونږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ټول ګاونډیان له هغو افغانانو سره مرستې ته هڅولي، چې د خوندیتوب په لټه کې دي او د هغوی په اړه د ملګرو ملتونو له کډوالو عالي کمیشنرۍ سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له قانوني اسنادو پرته د کډوالو لپاره خپل ټاکل شوې ضرب الاجل د سې شنبې پر ورځ (د تلې نهمه ) پای ته رسولی دی.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سرفراز بګتي ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ (د تلې ۱۱) به په ټول پاکستان کې د ټولو ناقانونه کډوالو د نیولو بهیر پیل شي.

هغه دا هم ويلي، چې نیول شوي ناقانونه کډوال به لومړى ټاکل شويو مرکزونو ته لېږدول کېږي او بيا به له يادو مرکزونو څخه خپل هېواد ته ايستل کېږي.

د دغو څرګندونو په غبرګون کې اسلامي امارت ویلي، چې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو جبري ایستل د ټولو نړیوالو معیارونو سرغړونه ده.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالي سردار احمد شکیب له آریانا نیوز سره په خبرو کې د افغان کډوالو جبري ایستل د پاکستان له‌خوا بېړه او خپلسرې پرېکړه یاده کړه.

دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیت د سې شنبې پر ورځ ناوخته په ایکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړ او یو ځل بیا یې د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړې: زه له پاکستان څخه خپله غوښتنه بیا تکراروم، چې د افغانانو لپاره د یوه بل ناورین مخه دې ونیسي او پر ډله‌ییز بڼه افغانستان ته دې د مهاجرینو د شړلو پروګرام لغو کړي. زه به له پاکستانيو چارواکو سره د خبرو په ګډون له هرې شونې لارې د افغانانو له حقونو دفاع روانه ساتم.

د بشري حقونو د څار ادارې د سې شنبې پر ورځ له پاکستان څخه وغوښتل، چې د افغان کډوالو جبري ستنېدا ودروي. دې ادارې زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت له قانوني اسنادو پرته افغان کډوال د ګواښلو، ځورولو او نیولو پر زور افغانستان ته ستنوي.

Trending

Exit mobile version