تازه خبرونه
پاکستان دې د ژمي پر مهال د افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د چارشنبې پر ورځ له پاکستان څخه وغوښتل، چې د ژمي په سخت موسم کې دې د بې اسنادو افغان کډوالو ایستل ودروي؛ ځکه، چې پولیس د کورونو لټول او د هغو افغانانو شړل روان ساتلي، چې له سیمو وتلي نهدي.
د اسلامآباد د تېرې میاشتې د اعلان له مخې؛ پاکستان له یو میلیون ډېر بې اسناده کډوال، چې ډېري یې افغانان دي وباسي. دا کار پر افغانستان د هغو تورونو پر بنسټ کوي، چې د پاکستان ضد وسلهوالو ته یې پناه ورکړې ده.
د رویترز خبري آژانس څرګنده کړې، چې د اوکتوبر له لومړۍ نېټې راپدیخوا له ۳۷۰ زره ډېر افغانان له پاکستان څخه وتلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سیمه ییز ویاند بابر بلوچ رویترز تلویزیون ته په یوه مرکه کې ویلي: یو ان اچ سي آر د پاکستان له حکومت غوښتي، چې د ژمي په دې سخت موسم کې دې د کډوالو روانه ډلهییزه ستنېدا ودروي؛ ځکه، چې په افغانستان کې ساړه واقعاً وژونکې دي او د انسانانو ژوند اخیستلی شي.
هغه دا هم ويلي: مونږ د هغو ناکراره ښځو، ماشومانو او نرينهوو په اړه خبرې کوو، چې د حرکت په حال کې دي او ډله ډله له پاکستان څخه وځي.
دې ادارې زیاته کړې؛ د افغانانو ستنېدا باید په خپله خوښه وي او پاکستان باید هغه زیانمنونکي کسان وپېژني، چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.
په پاکستان کې له ۴ میلیون ډېر افغان کډوال او پناغوښتونکي میشت دي، چې شاوخوا یو اعشاریه اووه میلیون یې بې اسناده دي.
په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۱ ز. کال کې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ډېر کسان راغلي او د ۱۹۷۹ ز.کال پر افغانستان د شوروي له یرغله هم ګڼ شمېر حضور لري.
د پاکستان پولیس د هغو کډوالو په استوګنځایونو کې کور پر کور لټون کوي، چې په خپله خوښه وتلي نهدي. دوی خپلې هڅې د کراچۍ له بندري ښاره پیل کړي، چې سلګونه زره افغانانو په کې ژوند کوي. که څوک ترې پاتې وي جبري وایستل شي.
رویټرز راپور ورکړی چې په زرګونه افغانان په پاکستان کې د شړلو د مخنیوي لپاره پټ شوي او ځان د طالبانو ( اسلامي امارت ) تر واکمنۍ خوندي نه بولي.
اسلامآباد تر دې دمه د نړیوالو ټولنو او کډوالو ادارو غوښتنې منلې نهدي منلي او نه یې د ایستلو پر پلان له سره غور کړی دی.
د پاکستان سترې محکمې د چارشنبې پر ورځ د بشري حقونو د فعالانو هغه غوښتنلیک منلی، چې په کې له پاکستان څخه د ایستلو د درولو غوښتنه شوې ده.