تازه خبرونه

پاکستان دې له دوستۍ او دښمنۍ، یو غوره کړي ـ اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۰)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر سهار یوې امنیتي ناستې ته په ډاګه کړه؛ له تېرو څو لسیزو راپدیخوا دا لومړي ځل دی، چې د سولې یو رښتینی فرصت رامنځته شوی او افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو ته پوره چمتووالی لري.

د ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونوې له هغې وروسته راپورته کیږي، چې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر جو بایډن او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په ډاګه کړه، چې د ټولو بهرنيو سرتېرو وتل به د روان کال د می له لومړۍ پیل او د سپټمبر پر ۱۱ نېټه افغانستان بشپړ شي.

ولسمشر غني د یکشنبې  پر ورځ په ارګ کې د کابل ښار د شپږنیمو بجو په امنیتي غونډه کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په نغوته کې څرګنده کړې: په اوسني تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی؛ مونږ له دوه کلونو راپدیخوا دې ورځې ته بشپړ چمتوالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی دی.

ولسمشر غني ویلي؛ مونږ د خپلې خاورې ساتنې ته بشپړ چمتوالی لرو او د دې وخت را رسېدلی، چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي او افغانستان خپل ناپېیلتوب ثابت کړي.

ولسمشر ویلي: یو د جمهوریت صف دی او بل د دښمن، هغوی، چې د جمهوریت په صف کې نه درېږي نور ورته په دولت کې ځای نشته.

د ولسمشر غني د څرګندونو له مخې؛ طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نلري او د اسلامۍ نړۍ دیني علماوو په افغانستان کې جګړه غندلې ده.

ولسمشر غني له افغانستان سره سیمه ییزو اړیکو ته په نغوته کې څرګنده کړې: نن د پاکستان لپاره د پرېکړې ورځ ده؛ که زمونږ هېواد نارامه وي، د دوی هېواد به هم ناارامه وي او که زمونږ هوساینه غواړي، دوی به هم هوسا شي.

غني زیاته کړې؛ د دوستۍ او دښمنۍ غوراوی د دوی په لاس کې دی؛ د دوستۍ په اړه افغانستان له پاکستان، سیمې او نړۍ سره همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز ولسمشر غني په ډاګه کړې: زمونږ لیدلوری ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکي، آباد، آزاد او خپلواک افغانستان دی؛ که طالبان په دې چوکاټ کې سوله کوي زمونږ غېږ ورته پرانېستې ده او له دې پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده.

هغه زیاتوي؛ مونږ د ډار نه، د ټینګې ارادې خلک یو.

همدارنګه نوموړي د یکشنبې د ورځې په امنیتي ناسته کې د لومړۍ امنیتي حوزې ۱۶ منسوبینو ته د بریال دوه یمې درجې دولتي مډالونه هم پر سینه وټومبل.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ستاینو او ویاړلو وروسته د شپږنیموغونډو د لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: د ژمنو تعقیب پر یو اصل بدل شوی او د دوامداره هڅو په نتیجه کې د جرمونو ګراف په بېساري توګه راټیټ شوی او له دولتي خدمتونو د خلکو د رضایت کچه لوړه شوې ده.

ولسمشر اشرف غني د شپږنیموغونډو لاسته راوړنې وستایلې او وایي: تاسو د ګروپي مدیریت په پایله کې مثبت تغییرات راوستي؛ ظرفیت لرئ، دوام ورکړئ او زه ستاسو بشپړ ملاتړی یم.

Trending

Exit mobile version