تازه خبرونه
پاکستان دې له ټيټيپي سره د جګړې پر ځای سیاسي حل لار غوره کړي
زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي: “پاکستان به تېروتی وي؛ که فکر کوي، چې پوځي حل شته!. اوس د سیاسي سټراټیژۍ د غوره کولو او خبرو اترو وخت دی.”
د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستاني امنیتي ځواکونو او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ د روان تاوتریخوالي د زیاتېدا په غبرګون کې ویلي؛ دا کړکېچ پوځي حل نلري او اسلامآباد باید د خبرو اترو او سیاسي حل لوری غوره کړي.
زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي: “پاکستان به تېروتی وي؛ که فکر کوي، چې پوځي حل شته!. اوس د سیاسي سټراټیژۍ د غوره کولو او خبرو اترو وخت دی.”
زلمي خلیلزاد ټینګار کړی، چې افغانستان باید په دې بهیر کې له پاکستان سره مرسته وکړي.
د خلیلزاد څرګندونې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون په خبرو اترو کې د هغه د مرکزي رول په پام کې نیولو سره وزن لري؛ ځکه، چې له افغانستان څخه یې د امریکا د وتلو لپاره نه یوازې لار اواره کړه، بلکې ورسره ۲۰ کلنه جګړه هم پای ته ورسېده.
هغه مخکې هم استدلال کړی و، چې په جنوبي آسیا کې دوامداره سوله د اوږدمهاله پوځي کمپاینونو پرځای سیاسي حل لارې ته اړتیا لري.
د پاکستان مخ پر زیاتېدونکی بحران
د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې د خبرو اترو له ماتېدو راپدېخوا په پاکستان کې تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی.
ډېری شنونکي پدې باور دي، چې د دې ډلې بیا راپورته کېدا تر یوې کچې پورې د اسلامي امارت د پولې هاخوا د اورپکو د کنټرولولو لپاره د زړه نازړه توب له کبله دي؛ که څه هم پاکستان یې د مهارولو پرلهپسې غوښتنه کړې ده.
اسلام آباد په قبایلي ولسوالیو کې د ترهګرۍ ضد څو عملیات پیل کړي؛ خو بریالي نهول.
اسلامي امارت تل د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون تورونه رد کړي او څرګندوي؛ هیڅ ډلې یا فرد ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد امنیت ته ګواښ رامنځته کړي.
ویل کیږي، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې وروستۍ مرګ او ژوبلې د پاکستان استازی محمد صادق خان اړ کړی، چې په نږدې راتلونکې کې په دې اړه له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.