تازه خبرونه

پاکستان دې ژر تر ژره د افغانانو ایستل بند کړي – د بښنې نړیواله ټولنه

Published

on

د بښنې نړیوالې ټولنې د دوشنبې پر ورځ له پاکستان وغوښتل، چې ژر تر ژره د افغانانو ایستل وردوي.

د بښنې نړیوالې ټولنې ويلي؛ په پاکستان کې افغان کډوال له ډله‌ییزو نیولو، ځورونو او شړلو سره مخ دي.

د بښنې نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ له ۱۷۰ زره ډېر افغانان، چې ډېري یې له کلونو راپدیخوا په پاکستان کې اوسېږي او حکومت د اکتوبر په میاشت کې ټولو ناراجستر شویو بهرنیو بګړیو ته له پاکستان څخه د وتلو وروستۍ نېټه اعلان کړه او ورسره د ایستلو لړۍ پیل شوه.

دې ټولنې دا هم ويلي، پولیس اوس په پاکستان کې د افغانانو کورونه نه یوازې ورانوي، بلکې له ځورونو او نیولو سره هم مخ دي.

د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، چې بندیان د وکیل او د کورنۍ له غړیو سره د اړیکو له حق څخه بې برخې شوي او خپل عزیزان بې برخه‌لیکه پریږدي.

دې ټولنې ویلي؛ ښځې او نجونې، خبریالانې او هغه کسان، چې د لږکیو او توکمیزو ټولنو سره تړاو لري د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته له استولو سره؛ هغو له خطرونو سره مخ‌کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې راستانه شويو کډوالو ويلي؛ له ګڼو ستونزو سره مخ دي، ځکه دوی د خپلو شتمنیو له راوړلو منع شوي دي.

دغه راز د هالیوود هنرمندې آنجلینا جولي د دوشنبې پر ورځ د پاکستان هغه پرېکړه، چې په ناڅاپه توګه د افغان مهاجرینو د بېرته ستنولو په اړه رامنځته شوې؛ نیوکه وکړه او دا یې د افغانستان د خلکو لپاره نوی تراژیدي یاده کړه.

جولي، یوه مشهوره امریکایی هنرمنده ده، چې د ټولنیزو مسلو په اړه د خپلو څرګندو نظریاتو له کبله نومیالۍ شوې؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته یې له ۲۰ کلونو څخه زیات خدمتونه ځانګړي کړي دي. هغې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د ښه نیت د سفیرې په توګه او بیا له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۲۲ پورې د ځانګړې استازې په توګه چوپړ کړی دی.

Trending

Exit mobile version