تازه خبرونه

پاکستان دې ژر تر ژره د افغانانو شړل ودروي – د ملګرو ملتونو کارپوهان

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سې شنبې پر ورځ له پاکستان وغوښتل، چې سمدستي دې د یو اعشاریه څلور میلیون افغان وکړیو د ایستلو او شړلو پلان لغو کړي.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بینیت په ګډون دغو کارپوهانو د پاکستان د لنډمهالي حکومت له‌خوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او نیولو په اړه اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې پاکستان باید د بشري حقونو خوندیتوب په پام کې ونیسي او د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د مهاجرینو حقونه خوندي او افغانانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

له هغې وروسته، چې پاکستان له یو میلیون څخه د ډېر افغان کډوال د ایستلو غږ پورته کړ، د دې مسلې په اړه اندېښنې نورې هم ډېرې شوې.

اوس د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستان څخه د دې پلان د لغو کولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه راغلي: مونږ له پاکستان څخه غواړو، چې د کډوالو د نه ستنولو بشپړو اصولو ته درناوی وکړي او د ډله‌ییزې شړنې او جبري ستنولو مخه ونیسي. په کور د ننه د کډوالو په اړه د قوانینو نه‌شتوالی هېوادونه له نړیوالو قوانینو څخه نه‌شي بېلولی.

دغو کارپوهانو ويلي، چې د کډوالو پر زور شړل د شکنجې د مخنیوي په کنوانیسیون کې ښکاره راغلي دي او پاکستان دا کنوانسیون لاسلیک کړی دی. دا کنوانسیون هر ډول شکنجه، ظالمانه او ناانساني چلند منع کوي.

دوی ویلي؛ د هغو راپورونو په اړه اندېښمن دي، چې په پاکستان کې میشت افغانان د پاکستان له‌خوا پر شړلو سربېره له نيولو او ناوړه چلند سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د اعلامیې له مخې؛ پاکستان باید د اجباري شړلو مخه ونیسي او د هغو افغان وګړیو کوربه‌توب روان وساتي، چې د خوندي ژوند په لټه کې دي.

ملګري ملتونه دا هم وايي، چې لومړیتوب باید هغو کسانو ته ورکړ شي، چې د خوندیتوب په لټه کې دي؛  ښځې، نجونې او زاړه د ځانګړې پاملرنې حق لري.

پاکستانيو چارواکو پر وار وار ویلي، چې له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د ایستلو پلان به عملي کوي او په دې برخه کې به له ټولو سره یو شان چلند کېږي؛ خو اندېښنه دا ده، چې شړل شوي افغانان به څنګه له اسانتیاوو پرته په افغانستان کې ژوند وکړي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د تېرې شنبې پر ورځ له ایران او پاکستان څخه شپږزره افغان کډوال پر زور را شړل شوي دي.

Trending

Exit mobile version