تازه خبرونه
پاکستان دې ژر تر ژره د افغان کډوالو ډلهییز نیول او شړل ودروي – د بښنې نړیواله ټولنه
د بښنې نړیوالې ټولنې د جمعې پر ورځ یو ځل بیا په یوه اعلامیه کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د ډلهییزې نیونې، شړنې او ځوروڼې لړۍ ودروي.
د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د سپتمبر له ۱۷مې راپدیخوا له ۱۷۰ زره ډېر افغانان ایستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د اسناد لرونکیو کډوالو د ایستلو پرېکړه هم کړې ده.
د بښنې نړیوالې ټولنې د نیولو او شړلو په اړه، چې تېره اوونۍ ترسره شوي؛ د بشپړ شفافیت، مناسب بهیر او حساب وړاندې کولو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ځورونې، شړنې او له دښمنۍ ډکې پېښې ډېرې شوې دي.
د بښنې نړیوالې ټولنې د جنوبي آسیا د څانګې مرستیالې لیویا ساکاردي ویلي؛ له زرګونه افغان مهاجرینو څخه د طالبانو واکمنۍ (اسلامي امارت) ته د بېرته استولو لپاره د سیاسي پیادو په توګه کار اخیستل کیږي، چې د بشري حقونو د ټکولو او روان بشري ناورین په بهیر کې د فزیکي ځورونې له خطر سره مخ شي.
هغې زیاته کړې: هیڅوک باید د ډلهییزې شړنې او ځورونې سره مخ نشي او ښه ده، چې پاکستان خپل نړیوال قانوني مکلفیتونو او اصولو ته پاملرنه وکړي.
لیویا سکاردي وایي؛ که د پاکستان حکومت په سمدستي توګه د شړلو بهیر ونهدروي، زرګونه افغانان په ځانګړي توګه ښځې او نجونې به امنیت، زدهکړو او معیشت ته له لاسرسي بېبرخې شي.