تازه خبرونه
پاکستان د افغانستان او هند له اړیکو څخه د ناامنۍ احساس کوي – هند
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري له څه وخت راپدېخوا د افغانستان او هند اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې مسلمانان باید له«کافرانو» سره دوستي ونهکړي. هغه همداراز د افغانستان او هند ترمنځ تاریخي او فرهنګي اړیکې هم تر پوښتنې لاندې راوستې وې.
د هند حکومت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ څرګندونې، چې د افغانستان او هند د اړیکو په اړه یې کړې وې؛ غندلې دي او ښيي، چې اسلامآباد د کابل او نوي ډیلي د اړیکو له پراختیا څخه د ناامنۍ او اندېښنې احساس کوي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري له څه وخت راپدېخوا د افغانستان او هند اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې مسلمانان باید له«کافرانو» سره دوستي ونهکړي. هغه همداراز د افغانستان او هند ترمنځ تاریخي او فرهنګي اړیکې هم تر پوښتنې لاندې راوستې وې.
نوموړي یو ځل بیا د پاکستان پخوانۍ ادعاوې تکرار کړې او دا ادعا یې وکړه، چې نوی ډیلی د پاکستان دننه د وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي.
د دغو څرګندونو په غبرګون کې د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د سېشنبې ورځې په خبري غونډه کې ویلي؛ د پاکستان دا څرګندونې ښيي، چې دغه هېواد د افغانستان او هند د مخ پر پراخېدا او مثبتو اړیکو له بهیر څخه د ناامنۍ او اندېښنې احساس کوي.