تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان زلزله ځپلو ته ۱۰۵ ټنه بشري مرستې ولېږلې

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې په خبرو کې افغانانو ته خواخوږي څرګنده کړې او وایي، چې پاکستان د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او د دوی د کړاوونو د کمولو لپاره به له هر ډول مرستې ډډه ونکړي.

Published

on

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار پرون (چارشنبه د وږي دولسمه) په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې په دې مرستو کې اړین خوراکي توکي؛ درمل، خېمې، کمبلې او فرش شته دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې په خبرو کې افغانانو ته خواخوږي څرګنده کړې او وایي، چې پاکستان د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او د دوی د کړاوونو د کمولو لپاره به له هر ډول مرستې ډډه ونکړي.

د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا لارۍ پرون د خیبر پښتونخوا ایالت د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور پر سپارښتنه افغانستان ته واستول شوې.

ګنډاپور له دې مخکې د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره د همکارۍ او د مرستې ترسره کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی و.

څلور ورځې مخکې د افغانستان ختیځ ولایتونه د رښتر پر کچه ۶.۲ درجې زلزلې ولړزول، چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه واړول.

د زلزله ځپلو سیمو اوسیدونکي د سرپناه، خوړو او روغتیایي خدماتو نشتوالي ته ورته ستونزو سره مخ دي.

ویل کیږي، چې پاکستان خپلې دا مرستې افغان چارواکو ته په تورخم بندر کې سپارلې دي.

Trending

Exit mobile version