تازه خبرونه
پاکستان د افغانستان پر طالبانو د هیڅ راز نفوذ لرونکی ندی
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چارشنبې پر ورځ د ملي شورا غړیو ته په وینا کې څرګنده کړې، چې پاکستان د افغانستان پر طالبانو هیڅ راز نفوذ نلري.
عمران خان زیاته کړې پاکستان په افغانستان کې پرته له دې، چې د افغانانو پر مشرۍ د سولې غوښتونکی دی؛ بل غوراوی نلري.
عمران خان څرګنده کړې؛ مونږ لیواله نه یو، چې په افغانستان کې کوم خوزښت غوره کړو او نه هم د کوم ګوند د غوراوي نیت لرو. افغانان زمونږ وروڼه دي او څه، چې دوی د ځان لپاره خوښوي؛ مونږ به یې ملاتړ وکړو.
نوموړي د پاکستان ملي شورا ته په وینا کې ویلي، چې دمګړۍ د پاکستان او امریکا ګټې د افغانستان په اړه یو شان دي او امریکا دې پایلې ته رسېدلې، چې د افغانستان جګړه پوځي حل نلري.
هغه وایي، مونږ په افغانستان کې هیڅ ډول ستراتیژیکه ښکېلتیا نه غواړو.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي؛ اوس، چې امریکا د وتلو په حال کې ده له پاکستان غواړي، چې طالبان د خبرو میز ته راولي.
هغه وایي؛ مونږ داسې څه نلرو، چې فشار پرې راوړو، پرته د دوی له څو کورنیو، چې دلته [پاکستان کې] ژوند کوي. آیا مونږ د هغوی [طالبانو] کورنۍ ونیسو او زنداني کړو؟!
عمران خان ملي شورا ته په ډاګه کړې، چې هغه د ولسمشر اشرف غني په ګډون د افغانستان له مشرتابه سره ناستې لرلي او ورته ویل شوي، چې پاکستان د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره د افغانستان د اقتصاد غوړېدل غواړي. مونږ غواړو، چې له نوې لارې د مرکزي آسیا له هېوادونو سره سوداګریزۍ اړیکې پراخې او اوسپنیزې کرښې وغځوو.