تازه خبرونه
پاکستان د افغانستان په اړه د سیمهییزو اړیکو ډلې د جوړېدو خڼد شو
د پاکستان “ایکسپرس ټریبیون” ورځپاڼې څرګنده کړی، چې د افغانستان په اړه د سیمهییزو اړیکو ډلې د جوړولو وړاندیز د ځینو هېوادونو د شاملېدو پر سر د اختلافاتو له کبله له خنډونو سره مخ شوی دی.
په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان په اړه د دوحې له کنفرانس وروسته د سیمهییزو اړیکو ډلې د جوړولو وړاندیز د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش لهخوا وړاندې شوی و.
یاده ډله د افغانستان له نږدې ګاونډیانو او نورو اړوند اړخونو جوړېږي؛ خو ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د یوشمېر سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په سیمهییزو اړیکو ډله کې د هند له ګډون سره د پاکستان مخالفت د کړکېچ لامل شوی دی.
د تاریخ په اوږدو کې پاکستان او هند په افغانستان کې د یو بل رول ته د شک پر سترګه کتلي دي.
په سیمهییزو اړیکو ډله کې د نوي ډیلي له شاملیدو سره د اسلامآباد مخالفت د هغه د اوږدې مودې له اندېښنو سرچینه اخلي، چې ګویا هند په افغانستان کې ثبات ته زیان رسوي.
د یادې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ په داسې حال کې، چې له اسلامي امارت سره د پاکستان اړیکې ترینګلې شوي، هند په وروستیو میاشتو کې له کابل سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.
د سیمهییزو اړیکو ډلې د جوړولو وړاندیز د ملګرو ملتونو د پراخو هڅو د یوې برخې په توګه له اسلامي امارت سره د تعامل او همغږۍ د ټینګښت لپاره وړاندې شوی دی.
د ملګرو ملتونو یو پلاوی به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي، چې د دوحې د کنفرانس پر پایلو د ټینګار لپاره له اسلامي امارت څخه وغواړي، چې خپل نړیوالې ژمنې تر سره کړي.
ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یاد پلاوی به کابل ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت د سخت دریځ په اړه خبرداری ورکړي.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې د سیمې او نړۍ سره پر متوازنو سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګار څرګند کړی دی.
تازه خبرونه
پاکستان بېاسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې د وتلو وروستۍ نېټه وټاکله
د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلامآباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بېاسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونهلري؛ وبهنیول شي.
پاکستان بېاسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې پورې له دغه هېواده د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې او چارواکو ته یې سپارښتنه کړې، چې له دې نېټې وروسته په ټول هېواد کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي، چې قانوني اسناد نهلري.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلامآباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بېاسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونهلري؛ وبهنیول شي.
د جولای له یوولسمې څخه به ولایتي ادارې هره ورځ د کورنیو چارو وزارت ته راپورونه استوي، چې په کې به د موندل شویو بېاسناده افغانانو شمېر، د هغوی پر وړاندې ترسره شوي اقدامات او قانوني یا توقیفي وضعیت شامل وي.
د کورنیو چارو وزارت دا عملیات لومړیتوب بللی او د هېواد پر کچه یې په دې اړه د بېړنيو هڅو غوښتنه کړې ده.
دا پرېکړه په داسې وخت کې کیږي، چې د امنیتي اندېښنو له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.
پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي، چې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه تنظیموي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې پرلهپسې رد کړې دي.
تازه خبرونه
یوناما پر افغانستان د پاکستاني پوځ په وروستيو هوايي بریدونو کې د ۷۷ کسانو مرګ او ژوبله تائید کړه
دې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم لیدل شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو هوايي بریدونو کې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د ۲۸ ملکي وګړو وژنه او د ۴۹ نورو ټپي کېدل تائید کړي دي.
دې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم لیدل شوي دي.
د یوناما د څرګندونو له مخې، د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په هوايي برید کې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي. همدارنګه د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د کونړ د مرورې ولسوالۍ په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
یوناما په دې خبرپاڼه کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب او د نړیوالو قوانینو پر درناوي ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې، د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار شو؛ اسلامآباد ته د هوايي بریدونو په تړاو پرېکنده اعتراض وړاندې شو
د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي، چې د راپورونو له مخې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام ولسي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ملکي وګړو پر کورونو د بریدونو پهاړه ورته پرېکنده اعتراض وړاندې شوی دی.
د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي، چې د راپورونو له مخې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام ولسي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
دغه بریدونه د اسلامي امارت لهخوا له نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه بلل شوې او پر سختو ټکو یې غندلي دي.
د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې، پاکستان له دې وړاندې هم د ځینو امنیتي پېښو او چاودنو په تړاو افغانستان بېله معتبره شواهدو تورن کړی او دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا ته زیان رسوي او د زور له لارې د ستونزو د حل تګلاره ناکامه بلل کېږي، چې د سیمهییز ثبات لپاره منفي پایلې لري.
-
International Sports2 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه3 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
تازه خبرونه2 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
څار3 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
لوبی2 days agoافغانستان او ازبکستان په خوست کې دوستانه شلآوریزه لوبه کوي
