د هوا حالاتو بدلونونه
پاکستان د سېلابونو د زیانونو د بیارغونې لپاره د ۱۶ میلیارد دالرو مرستې په لټه کې دی
اسلام آباد د میلیونونه کورونو، د زرګونه کیلومتره سړکونو او ریل پټلیو د بیارغولو او د سیلابونو له کبله د رامنځته شوې بېوزلۍ د کمولو لپاره شاوخوا ۱۶ اعشاریه ۳ میلیارد دالره لګښت اټکل کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یکشنبې پر ورځ تویت کړی، چې له دې شېبې څخه د ګټنې لپاره به نړۍ ته د پاکستان وضعیت روښانه کړي.
شهباز شریف دا هم په ډاګه کړې: د پاکستان خلک د بې ساري ویجاړیو اغېزمن شوي او د پاکستان د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره د نړیوالې ټولنې د پیوستون او مهربانۍ په لټه کې دی.
د پاکستان لومړی وزیر به په دې غونډه کې د پاکستان د وضعیت د ښه کولو لپاره یوه حل لاره وړاندې کړي، چې په کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د فرانسې ولسمشر هم وینا وکړي.
په پاکستان کې د تېر کال د سپتمبر سختو بارانونو او سېلابونو لږ تر لږه ۱۷۰۰ کسان مړه او تر ۸ میلیون ډېر کسان یې بې کوره کړل.
انتونیو ګوترش، چې له سیلاب وروسته پاکستان ته ولاړ؛ د سېلاب له کبله رامنځ ته شوې ویجاړۍ د موسم وژنه نومولې وه.