سیمه ییز خبرونه
پاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
د خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې منیر په راتلونکو اوونیو کې له تېرو ۶ میاشتو راپدېخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د درېیم ځل لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان پوځ مشر جنرال آصف منیر د واشنګټن غوښتنې، چې د غزې د ثبات په ځواک کې دې برخه واخلي؛ په کور دننه له یوې سترې نوې ننګونې سره مخ کړی دی.
د خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې منیر په راتلونکو اوونیو کې له تېرو ۶ میاشتو راپدېخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د درېیم ځل لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.
د دغې لیدنې بنسټیزه موضوع به د غزې په ځواکونو کې د پاکستان د پوځ ګډون او د جګړه ځپلې سیمې د بیارغونې او اقتصادي جوړونې لپاره د ټرمپ د ۲۰ مادهیي طرحې پلي کول وي.
د ټرمپ طرحه له مسلمانو هېوادونو غواړي، چې د غزې د تېرېدا پېر او بیارغونې په بهیر کې د حماس وسلوالې ډلې بې وسلې کړي؛ خو ډېری هېوادونه په شخړه کې د لاسوهنې او د فلسطین پلوه ټولنو لهخوا د منفي غبرګون په اړه اندېښمن شوي دي.
جنرال منیر له ولسمشر ټرمپ سره نږدې اړیکې جوړې کړې، چې له کلونو بېباورۍ وروسته د واشنګټن او اسلامآباد ترمنځ د باور رغول رامنځته کړي.
کارپوهانو ويلي، چې پاکستان تر فشار لاندې دی، چې خپله پوځي وړتیا وښيي او د امنیتي پانګوونې او مرستو لپاره د امریکا ملاتړ خوندي کړي.
منیر په دې وروستیو کې د دفاعي ځواکونو د ستر درستیز په توګه وټاکل شو او د هوايي او سمندري ځواکونو د رهبرۍ مسوولیت هم لري.
دغو نویو قانوني اصلاحاتو هغه د تل لپاره قانوني معافیته او د پرېکړې کولو له نامحدود واک څخه برخمن کړی دی.
شنونکو خبرداری ورکړی، چې په یاد ماموریت کې د پاکستان هر ډول پوځي ښکېلتیا ښایي له سیاسي تورونو او عامه فشار سره مخ شي.
کارپوهانو ويلي: جنرال منیر له استثنایي شرایطو سره مخ دی، چې ستر خطرونه به ولري؛ خو هغه باید د خپلو پرېکړو له کورنیو او سیمهییزو پایلو خبر وي.
د پاکستان پوځ، بهرنیو چارو او استخباراتو وزارتونو د رویټرز پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې او سپینې ماڼۍ هم په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره میاشت ویلي وه، چې اسلامآباد کولی شي د سولهساتو سرتېرو د لېږلو په اړه غور وکړي؛ خو د حماس بې وسلې کول “زمونږ دنده نده.”
په هرحال بنستيز خطر په کور دننه کې دی؛ اسلامي ګوندونه او په پاکستان کې ځینې سیاسي ډلې ښایي غزې ته د سرتېرو له لېږلو سره مخالفت وکړي او پراخه لاریونونه ترسره شي.