تازه خبرونه

پاکستان د غیر عملي موضوعاتو پر راپورته کولو د استانبول خبرې بې پایلې کړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر شپه (د لړم نولسمه) یوه رسنیزه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې: د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې میشتو بهرنیو ډیپلوماټانو سره په ناسته کې ویلي؛ پاکستان هڅه کړې، چې د مذاکراتو په بهیر کې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان واچوي.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې پاکستان د غیر واقعي او غیر عملي مسلو پر راپورته کولو د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د استانبول درېیم پړاو مذاکرات بې پایلې کړل.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر شپه (د لړم نولسمه) یوه رسنیزه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې: د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې میشتو بهرنیو ډیپلوماټانو سره په ناسته کې ویلي؛ پاکستان هڅه کړې، چې د مذاکراتو په بهیر کې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان واچوي.

محمد نعیم زیاته کړې؛ دا چلند ښیي، چې د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ شته، چې نه غواړي د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي.

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت د مذاکراتو پر دوام او د متقابلې همغږۍ له لارې د ستونزو حل غواړي؛ خو د پاکستان داخلي ننګونې پر افغانستان تپل “غیر منطقي او د نه منلو وړ” ګڼي.

Trending

Exit mobile version