تازه خبرونه

پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر اسلامي امارت د بندیزونو کمېټې مشري ترلاسه کړه

د دغه راپور له مخې؛ پاکستان ته د دې کمټې د مشرۍ سپارل په داسې وخت کې شوي، چې په افغانستان کې د چین لخوا ملاتړ شوي ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ شوي او دواړو هېوادونو د سفارت له چارسمبالي څخه سفیر ته د ډیپلوماټیکو اړیکو د لوړولو هوکړه کړې ده.

Published

on

د هند اکونومیک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر اسلامي امارت د بندیزونو کمیټې د نوي رییس په توګه ټاکل شوی، چې د ۱۹۸۸ ز.کال د کميټې پر نوم پېژندل کیږي.

د دغه راپور له مخې؛ پاکستان ته د دې کمټې د مشرۍ سپارل په داسې وخت کې شوي، چې په افغانستان کې د چین لخوا ملاتړ شوي ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ شوي او دواړو هېوادونو د سفارت له چارسمبالي څخه سفیر ته د ډیپلوماټیکو اړیکو د لوړولو هوکړه کړې ده.

د دې کمیټې مرستیالي د ګیانا او روسیې استازو پر غاړه اخیستې ده.

هندي رسنیو دا بدلون په سیمه کې د پاکستان د سټراټیژیک موقعیت د پیاوړتیا لپاره د یو اغېزمن ګام په توګه ارزولی دی.

د ۱۹۸۸ ز. کال د امنیت شورا کمیټه د اسلامي امارت غړو ته د سفر بندیزونو، د شتمنیو کنګل کولو او د وسلو پلورلو په څېر بندیزونو د پلي کولو او ورسره تړلو اړوند بدلونونو په اړه د پرېکړې کولو مسوولیت لري. البته د دې کمیټې پرېکړې یوازې د امنیت شورا د ټولو دایمي او غیر دایمي غړو پر اجماع پلې کیږي.

پاکستان د روان کال په پیل کې د دوه کلن پېر لپاره د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه وټاکل شو او اوس د دې اړینې کمیټې له مشرتوب سره د افغانستان په اړه په بدلونونو کې له بنسټیز رول برخمن وپېژندل شو.

شنونکو اندېښنه څرګندې کړې، چې اسلام‌آباد د دې دریځ پر کارولو کولی شي پر اسلامي امارت ډېر فشار راوړي او خپله ادعا په ځانګړي توګه د “تحریک طالبان پاکستان” (TTP) د پاکستاني چارواکو په وینا، د افغانستان له خاورې څخه د دوی پر اهدافو بریدونه کوي؛ خو د اسلامي امارت چارواکو پرله‌پسې دا ادعاوې رد کړې دي.

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سې‌شنبې پر ورځ (د غبرګولي پر دیارلسمه) د هېواد د پوځ له لوړ پوړو جنرالانو سره پېښور ښار ته د سفر پر مهال له اسلامي امارت سره د همکاریو د زیاتوالي پر اړتیا خبرې وکړې او دا خبرداری یې ورکړ، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر وړاندې د هندي نیابتي ځواکونو د فعالیتونو لپاره اډه نشي.

هغه په ​​خیبر پښتونخوا ایالت کې قبایلي مشرانو ته په خپله وینا کې د اسلام‌آباد حکومت پر هوډ، چې د هغه پر ​​وینا د “خوارجو له فتنې” او “د هند تر ملاتړ لاندې ترهګریزو ډلو” سره د مقابلې  پر هڅو ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version