سیمه ییز خبرونه
پاکستان د ژمنو خلاف له افغان طالبانو بشپړ ملاتړ کوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغانستان حکومت وايي،چې پاکستان له ترهگرۍ سره د مبارزې په اړه د خپلو ژمنو خلاف له افغان طالبانو نه یوازې ملاتړ کوي، بلکې د طالبانو په لیکو کې یې د خپلو پوځیانو او سلاکارانو شمېر زیات کړی دی.
د ارگله خبرپاڼې سره سم د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ملي امنیتي اورگانونو له لوري اسناد او شواهد وړاندې شول، چې د طالبانو په منځ کې د پاکستانيو پوځیانو او پوځي سلاکارانو د شمېر زیاتوالی ښيي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د پاکستان د پوځ دا اقدام د افغانستان پر ځمکنِ بشپړتیا ښکاره تېری بولياو پر دې ټینگار کوي، چې د دوه هېوادونو د خلکو ترمنځ په نژدې اړیکو له باور لرلو سره سره به د پاکستان دا ډول نورې حملې بې ځوابه پرېنږدي.