سیمه ییز خبرونه
پاکستان د کراچۍ بندر اداره اماراتو ته سپاري
پاکستان له عربي متحده اماراتو سره د کراچۍ بندر د ترمینلونو د سپارلو تړون د وروستي کولو لپاره یوه مذاکره کوونکې کمیته جوړه کړې ده.
د ایکسپریس تریبیون د راپور له مخې، دا هڅه د مالي سرچینو د برابرولو لپاره ترسره کیږي.
د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار د دوشنبې پر ورځ د حکومتونو د سوداګریزو راکړو ورکړو په اړه د کابینې د اړوند کمیتې د غونډې مشري وکړه، چې په کې د کراچۍ بندر اداره عربي متحده اماراتو ته د سپارلو لپاره د یوې کمیتې پر جوړولو پرېکړه وشوه.
مذاکراتي کمیتې ته دنده سپارل شوې، چې د کراچۍ بندر د ترمينلونو د سپارلو لپاره له عربي متحده اماراتو سره تر حکومتي چتر لاندې د عملياتو، ساتنې، پانګونې او پرمختيايي چارو د ترسره کولو د تړون مسوده وروستۍ کړي.
تېرکال، د پاکستان حکومت د حکومتونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو قانون تصویب کړ، چې موخه یې د مالي سرچینو وده او د حکومتي شتمنیو چټکه پېرودنه ده.
دغه هېواد د پیسو له نړیوال صندوق سره د تړون له پای ته رسولو وروسته پیسو ته ډېره اړتیا لري.
په پیل کې عربي متحده اماراتو پاکستان ته د پور له ورکولو ډډه وکړه او له هغه یې وغوښتل، چې خپلې ونډې وپلوري؛ خو وروسته د یو ميلیارد دالرو ژمنه وشوه، چې تر اوسه ورکړ شوي نهدي.