لوبی
پاکستان د ۱۹ کلنو په کرکټ نړیوال جام کې افغانستان پر ۱۸۱ منډو له ماتې سره مخ کړ
په جنوبي افریقا کې د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې پاکستان د شنبې پر ورځ افغانستان ته د ۱۸۱ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان او پاکستان ددې جام لومړۍ لوبه د سویلي افریقا په ایسټ لندن نومي سیمه کې د جنورۍ پر نولسمه) پیل کړه، چې د فبرورۍ تر یوولسمې به روان وي.
له ۱۹ کالونو څخه کم عمره پاکستانۍ لوبډلې د نړیوال جام د پیل په دې لوبه کې پچه وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د ۲۰۲۴ په کرکټ نړیوال جام کې پاکستان افغان ۱۹ کلنو ځوانانو ته په ټولو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۸۴ منډې جوړې کړې؛ خو افغان لوبډله په ۲۶ آور وسوځېده او یوازې ۱۰۳ منډې یې وکړې.
پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام لومړۍ لوبه پر ستر بري پیل کړه.
د افغانستان لوبډلې نعمان شاه پر ۲۶، رحیم الله او سهېل خان پر شل – شل او حسن عیسی خېل پر ۱۹ منډو د لوبې مخکښان وپېژندل شول.
د پاکستان په لوبډله کې شاهزېب خان سلیزه او لوبډلمشر سادبېګ پنځوسیزه ترسره کړې ده.
د افغانستان په لوبډله کې بریالی توپاچوونکی خلیل احمد وپېژندل شو او لس اورونو کې یې څلور پاکستاني لوبغاړي وسوځول.
دغه یو ورځنۍ نړیوال جام دی، چې د افغانستان په ګډون ټول ټال په کې ۱۶ لوبډلې ګډون لري.
د مهالوېش له مخې افغانستان په ډي یا څلورم ګروپ کې له نیوزیلینډ او نیپال سره هم ولوبیږي.
افغانستان لوبډله د نصیر خان په لوبډلمشرۍ لوبېږي.
افغان ځوانان به د یادو سیالیو په ترڅ کې خپله دوهیمه لوبه د راتلونکې سې شنبې پر ورځ د نیوزیلنډ ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.