تازه خبرونه
پاکستان زلزله ځپلي افغانستان ته خپلې بېړنۍ مرستې همغږې کړې
د پاکستان د ناورینونو د مدیریت ملي ادارې (NDMA) د یکشنبې پرورځ په افغانستان کې د زلزله ځپلیو لپاره د بشري مرستو د پلان پر همغږۍ بېړنۍ غونډه وکړه، چې په کې د لټون او ژغورنې ډلې هم ونډه لري.
په هرات ولایت کې د شنبې پر ورځ د ۶ اعشاریه ۳ درجو دوه زلزلو او څو ورستیو ټکانونو زرګونه کسان سخت ځاني او مالي زیانمن کړي دي.
تر دې دمه ۲۰۵۳ کسان مړه شوي، له ۱۰ زره ډېر ټپیان او ۱۳ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان د ناورینونو د مدیریت ملي ادارې مشر جنرال انعام حیدر ملک د دې غونډې مشري کوله، چې په افغانستان کې د پاکستان سفیر عبید الرحمان نظاماني، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوند څانګو استازو ګډون کړی و.
نوموړي د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د هرات ولایت د زلزله ځپلي وضعیت او د هغو مرستو په اړه معلومات ورکړل، چې ژر تر ژره به ورور هېواد افغانستان ته واستول شي.
دې ادارې پر خوراکي توکو، درملو، خیمو او کمبلو سربېره د لټون او ژغورنې ډلې هم چمتو کړې دي.
جنرال انعام حیدر ملک د افغانستان لپاره د چټکو مرستو پر اړتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې مرستې باید د افغانستان لپاره د هوا او ځمکنیو لارو د ګړندیو وسیلو پر کارولو واستول شي. نوموړي دغه راز له ټولو دولتي ادارو او بنسټونو څخه په دې بهیر کې د اسانتیاوو او همغږۍ رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
