تازه خبرونه

پاکستان طالبانو ته د جنګېدو لپاره خوندي مرکزونه جوړ کړي – ملي امنیت

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳, ۱۳۹۹)

د افغانستان د ملي امنیت ریاست سرپرست پر پاکستان تور لګولی، چې په خپلو ښارونو کې یې طالبانو ته نه یوازې د جنګېدو لپاره خوندي مرکزونه جوړ کړي، بلکې د نیابتي جګړې دنده یې هم ورکړې ده.

په افغانستان کې د تاوریخوالي لمن پراخه شوې او په جګړه کې هره ورځ لسګونه پوځيانو او ملکیانو ته مرګ و ژوبله اوړي.

د افغانستان د ملي امنیت سرپرست احمد ضیا سراج ويلي، چې په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو خوندي مرکزونو دلته جګړه توده ساتلې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په پاکستان کې د طالبانو له خوندي مرکزونو هڅو له دغې ډلې سره د دوی مبارزه سخته او اوږده کړې ده.

احمد ضیا سراج څرګندوي؛ د افغانستان په اړه د سیمې استخباراتي دریځ ندی بدل شوی؛ له یوې خوا وسلوال طالبان سولې ته ژمن ندي او له بلې خوا په افغانستان کې نورو سخت دریځو ډلو ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې ده. 

نوموړی وایي: په کویټه، کراچۍ او پېښور کې د طالبانو امن مرکزونه دي، چې په خوندي توګه هره ورځ زمونږ د ننګولو لپاره ډاډمن پلانونه تر لاسه کوي او په پروګرامونو کې یې زمونږ خلک وژل کیږي. که د طالبانو مشرتابه په دې ښارونو کې خوندي مرکزونه نلرل؛ له بد برخلیک سره به مخ شوي وای.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې ندي پرې کړي او هڅو یې  په افغانستان کې نورو سخت دریځو ډلو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

سراج زیاته کړې؛ له بهرنیو تروریستانو سره د طالبانو اړیکې خوندي دي او تروریستي ډلې د یو او بل له ځواکمۍ ګټه پورته کوي، چې دې کار  جګړه ډېره کړې او دا ډلې د ځانمرګو پېر و پلور هم کوي. د خلکو وژل، د ارزښتونو له منځه وړل او د نظام ړنګول د دې ډلو موخه ده.

د ملي امنیت سرپرست د څرګندونو له مخې د سولې په اړه د طالبانو ژمنه د باور وړ نده او وایي، چې که طالبانو د سولې نیت درلود اوس به مو له خبرو پایله تر لاسه کړې وه؛ ځکه، نو لیدل کیږي، چې سولې ته هیله من ندي او د خپلې خوښې له نظام پرته بل څه نه غواړي. که سولې ته ژمن وای تاوتریخوالی یې نه ډېراوه.  

د ملي امنیت سرپرست په افغانستان کې د ثبات او سولې لپاره د سیمې د هېوادونو د ګټو پر همغږۍ ټینګار کوي او وایي، چې په دې توګه رښتینې هڅې او همکارۍ هوسا او ډاډمن  چاپېریال برابروي.

Trending

Exit mobile version