تازه خبرونه
پاکستان غواړي د افغانستان د مخابراتي شبکو د سیګنالونو مخه ونیسي
پاکستانيو رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت غواړي د امنیتي دلایلو له مخې پولې ته په څېرمه سیمو کې د افغان مخابراتي شبکو د سیګنالونو د ننوتو مخه ونیسي.
ایآروای تلویزیون د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د افغانستان مخابراتي شبکو سیم کارتونه په پاکستان کې د ترهګرو لخوا د دولت ضد او جنایي فعالیتونو لپاره کارول کیږي.
سرچينې له رسنيو سره په خبرو کې ادعا کړې، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې غير راجستر شوي افغان سيمکارتونه د اسانه لاسرسي وړ دي او ترهګر يې د څارنې او پټولو لپاره کاروي.
پاکستان د اړوند ادارو چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې سرحدي سیمو ته نږدې سیمهییز ګرځند خدماتو ته ځواکمنې بېخبنا ولګوي او ځایي اوسیدونکي دې ته اړ کړي، چې پاکستاني سیمکارتونه وکاروي.
پاکستانيو چارواکو تل ادعا کړې، چې په دغه هېواد کې د بريدونو د زياتوالي ريښه په افغانستان کې ده.
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو تل دا ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی، چې هیچا ته به اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان خاوره د بل چا او هېواد د امنیت پر ضد وکاروي.