تازه خبرونه

پاکستان غواړي د افغانستان په اړه د آسیا زړه په کنفرانس کې برخه واخلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پاکستان د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول اعلان وکړ، چې د دغه هېواد جګپوړی دیپلومات به په هند کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه د کنفرانس برخوال شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویکاس سواراپ وویل؛ اسلام آباد تائید کړه، چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر جګپوړی سلاکار سرتاج عزیز به د دیسمبر په درېیمه او څلورمه د آسیا زړه په کنفرانس کې ګډون وکړي.

 آسیا زړه کنفرانس کې د افغانستان د پرمختګ او امنیت په اړه بحث کېږي او یو شمېرهندي رسنۍ خبر ورکوي، چې د افغانستان ولسمشراشرف غني او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به هم دې غونډې ته ویناوې وکړي.     

Trending

Exit mobile version