تازه خبرونه
پاکستان غواړي د افغان کډوالو پر شړلو کابل تر فشار لاندې ونیسي -امیر خان متقي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي څرګنده کړې؛ پاکستان غواړي د افغان کډوالو پر شړلو کابل تر فشار لاندې راولي، خو دوی د هیچا فشار ته سر نهټيټوي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل سپکاوی دی.
امیرخان متقی زیاته کړې؛ سره له دې، چې کابل د افغان کډوالو د شړلو په اړه خپلې اندېښنې د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت او پوځي مشرانو او چارواکو سره شریکې کړي، خو کومه پایله یې نهدرلوده.
له بي بي سي سره په خبرو کې امیرخان متقي ويلي، د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه یو اړخیزه ده. که څه هم دوی د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو ته خپلې اندېښنې وړاندې کړې دي.
دغه راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له پاکستان څخه وتلو ته اړ شوي یو شمېر افغانان له سختو ستونزو او خطرونو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو څرګندونو له مخې هره ورځ له پاکستان څخه زرګونه کسان هېواد ته راستنېږي، چې د وروستیو معلوماتو له مخې ۱۷۴ زره کسان له تورخم، غلام خان او انګور ادې له لارو او شاوخوا ۴۵ زره کسان د چمن – سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
