تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره د ګډې نظامي کمېټې جوړول په ډاګه کړل

Published

on

په افغانستان کې د پاکستان سفیر له آریانا نیوز سره د ځانګړې مرکې پر مهال له افغان حکومت سره د امنیتي او پوځي همکاریو د پراخولو لپاره د یوې ګډې کمېټې جوړولو په ډاګه کړل.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سولې رامنځته شوی فرصت د پاکستان د هڅو برکت دی.

منصور احمد خان په دې اړه وایي: د حللاره باید د هر اړخیزو خبرو اترو په چوکاټ کې د افغانانو د مشرتابه او واک پر بنسټ رامنځته شي. اوس مونږ خوښ یو، چې له امریکا او نورو هېوادونو سره مو د ګډو هڅو له برکته په دوحه کې د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګ پر لوري روان دی.

منصور احمد خان دا ټینګار هم وکړ، چې اسلام آباد په افغانستان کې د اوربند او سولې بهیر په اړه همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړي د پاکستانيو بندیانو د خوشې کولو په اړه د حکومت له وروستۍ هڅې هرکلی کړی او وايي، چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

د هغه د څرګندونو له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۶۰۰ پاکستانیان بندیان دي، چې یو یې هم د ترهګریزو حملو په نوملړ کې ندی خوشې شوی.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په دې اړه په ډاګه کړې: مونږ پدې اړه افغان حکومت ته د بندیانو د خوشې کېدو نوملړ ندی سپارلی. په داسې حال کې، چې پخوا هم د افغانستان او پاکستان بندیان د دواړو خواوو د معلوماتو له مخې خوشې شوي دي.

د پاکستان سفیر ویلي، چې د اړیکو ښه کولو لپاره باید تېر هېر شي او په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو نوی باب پرانیستل شي.

Trending

Exit mobile version