تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره وسله واله جګړه نهغواړي – شهباز شریف
د دوشنبې پر ورځ په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د پاکستان له هوايي بريدونو وروسته د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي، چې اسلامآباد به له پولې هاخوا هیڅ ډول ترهګري ونه زغمي.
هغه د چارشنبې پر ورځ د کابینې په غونډه کې ویلي: مونږ به په هیڅ ډول شرایطو کې د پولو هاخوا هیڅ ډول ترهګري ونه زغمو.
شریف ټینګار وکړ، چې د پاکستان پولې د ترهګرۍ پر وړاندې سره کرښه ده او “تروریزم باید له منځه یوړل شي.”
په تېر کال کې پاکستان په پرلهپسې توګه د افغانستان اسلامي امارت د تروریستي ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ملاتړ تورن کړی او په ځلونو یې له اسلامي امارته غوښتي، چې د دې ډلې پر وړاندې جدي کړنې ترسره کړي او د هغوی مشران پاکستان ته وسپاري.
اسلامي امارت د پاکستان دا تورونه تل رد کړي دي.
په ورته وخت کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، هېواد یې نه غواړي، چې له افغانستان سره په وسلهواله جګړه کې ښکېل شي.
خواجه اصف له VOA سره په خبرو کې ویلي، چې ځواک وروستۍ لاره ده؛ مونږ نهغواړو، چې له افغانستان سره وسلهواله شخړه وشي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وایي: که افغان طالبان (سلامي امارت) له مونږ سره د دښمن په څېر چلند روان وساتي بیا؛ نو ولې مونږ هغوی ته سوداګریز دهلیز ورکړو؟! ځکه دلته ترهګرۍ ډېره وده کړې ده. که د افغانستان طالبان (امارت سلامي) د هغې ډلې، چې په افغانستان کې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي؛ مخه ونهنیسي مونږ به د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان سوداګریزه لار وتړو.
دغه راز د پاکستان د بلوچستان ایالت پخواني وزیر خبرداری ورکړی، چې که پر پاکستان بل برید وشي؛ پاکستاني پوځیان به پر افغانستان برید وکړي.
جان اڅکزي په ایکس پاڼه کې ټینګار کړی؛ افغانستان ته مو دمخه خبرداری ورکړی، چې که وسلهډوال له افغانستان څخه بریدونه روان وساتي؛ نو افغانستان ته له ننوتلو پرته بله چاره نهویني او پاکستان به د واخان دهلیز له لارې له منځنۍ اسیا سره ونښلوي.
دا په دایې حال کې ده، چې اسلامي امارت ویلي؛ د پاکستان هر اقدام به ورته غبرګون ولري او افغانستان چمتو دی، چې د پاکستان د ګواښونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
د افغانستان د وسلهوال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق ويلي، هیڅوک افغانان نشي ګواښلی او دوی چمتو دي، چې له خلکو او هېواد څخه دفاع وکړي.
د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچ له هغې وروسته زیات شو، چې پاکستان د دوشنبې پر سهار ( د کب اتهویشتمه ) د خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو برخو کې هوايي بریدونه وکړل، چې د پنځو ښځو او درې ماشومانو په ګډون اته کسان ووژل شول.
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د دغه هوايي برید په غبرګون کې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو له پاکستان سره فرضي کرښې ته نږدې د پاکستاني پوځ سرحدي پوستې پر درندو وسلو وویشتې او مر او ژوبله یې وروادوله.
