تازه خبرونه
پاکستان له طالبانو غوښتي، چې د سولې خبرو ته خپل استازي ورولیږي
اوس،چې دې نېټې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، کوربه هېواد پاکستان وایي، د خبرو اړخونه باید د خبرو له پیل مخکې شرطونه وړاندې نه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي،چې له طالبانو سره یې اړیکه نیولې او د دغې ډلې له ټولو څانګو او نورو وسلوالو ډلو یې غوښتي،چې خپل استازي اسلام آباد ته له افغان حکومت سره د خبرو له پاره ولیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا وایي؛ څلور هېوادونه،چې د مذاکراتو په بهیر کې برخه لري، برابرې هڅې کوي او هر هېواد ژمن دی،چې د خپل وس له مخېبه دغه بهیر کې مرسته وکړي او د طالبانو له ټولو ډلو سره د اړیکو جوړولو هڅه روانه وساتي.غواړم ټینګار وکړم: د طالبانو له ټولو څانګو غوښتنه شوې،چې خپل استازي اسلام آباد ته د سولې د خبرو د لومړي پړاو له پاره ولیږي.
افغان دولت هم له پاکستان غوښتي،چې د سولې خبرو ته لس مطرح طالبان حاضرکړي.
راپورونه وایي،چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب او حقاني شبکې د سولې له بهیر ملاتړ کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني هم د طالبانو له ټولو ډلو غوښتي،چې وسله پر ځمکه کیدي او د سولې خبرو ته حاضر شي.
سیاسي شنونکی محمد ناطقي وایي،د طالبانو ټولې ډلې دې د خپلو استازیو په رامخته کولو د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
سوله د افغانانو لومړنۍ غوښتنه ده، د څوارلس کلونو په تېرېدو او په دې لار کې له شویو هڅو سره سره اوس هم ا فغانان دغه هدف ته نه دي رسیدلي او تر اوسه نه ده معلومه،چې د افغانانو دغه غوښتنه به کله پوره کیږي.