تازه خبرونه

پاکستان له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ څرګند کړ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلام‌آباد د ستونزو له سوله‌ییز حل ملاتړ کوي.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې اسلام‌آباد له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ کوي او چمتو دی، چې د تهران له هر راز منځګړیتوب هرکلی وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلام‌آباد د ستونزو له سوله‌ییز حل ملاتړ کوي.

اندرابي زیاته کړې؛ پاکستان د “افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو ګواښونو” په اړه “ځواکمن دریځ ” لري او له همدې کبله د منځګړیتوب د بهیر په اړه هیڅ راز اندېښنه نلري.

هغه ټینګار کړی: معمولاً هغه اړخ، چې په کمزوري دریځ کې وي؛ له منځګړیو یې ډډه کړې؛ خو پاکستان د خپلو ادعاوو د پیاوړتیا له کبله له دې بهیر هرکلی کوي.

اسلام‌آباد پرله‌پسې له کابل غوښتي، چې بریدونه ودروي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې هیڅ ډلې ته د افغانستان له خاورې د نورو حکومتونونو پر وړاندې د برید اجازه نه‌ورکوي.

ترکیې او قطر د اسلام‌آباد او کابل د پلاويو ترمنځ د درې پړاوونو خبرو کوربتوب کړی؛ خو بې پایلې پای ته ورسېدې. په ځانګړي توګه د اوکټوبر په میاشت کې د کابل له بمبارډ او پر فرضي کرښه له نښتو وروسته.

د پاکستان دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي، چې خبرې اترې “نامعلوم پړاو” ته داخلې شوې دي او د جدي اختلافاتو له کبله هیڅ پرمختګ نلري.

ایران، روسیه، ترکیه او قطر هڅې پیل کړې، چې کابل او اسلام‌آباد له ډیپلوماټیکو لارو خبرو ته کېنوي.

ایران ویلي، چې د تاوتریخوالي کمولو او د توپیرونو د حل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز ترکیه هم چمتو ده، چې د نورو مشورو لپاره اسلام‌آباد ته یو لوړ پوړی پلاوی واستوي.

د خبرو اترو له ناکامېدا او د لارو له بندېدا وروسته اسلامي امارت له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې وځنډولې؛ خو له کړکېچونو سره – سره د سیمې هېوادونه هیله من دي، چې ډیپلوماټیکې هڅې کولی شي د کابل او اسلام‌آباد د روان کړکېچ د زیاتېد د مخنیوي لپاره حل لارې چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تېر پر پرتله د امنیتي پېښو له کبله د بریدونو او تلفاتو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.

Trending

Exit mobile version