تازه خبرونه
پاکستان له یو میلیون ډېر ناقانونه افغان کډوال وباسي
د پاکستان سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی؛ د پاکستان حکومت غواړي یو میلیون او سل زره ناقانون افغان کډوال وباسي.
د پاکستان د لنډمهاله حکومت کابینې چارواکو ته اجازه ورکړه، چې خپل هېواد ته د ټولو ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو لپاره چمتووالی ونیسي او د اسلاماباد دغه پرېکړه د افغانستان اسلامي امارت ته هم رسیدلې ده.
په دې راپور کې د سرچینو د څرګنذدونو له مخې راغلي؛ دغه ۱.۱ میلیون افغان کډوال د اعتبار وړ ویزې او اسناد نهلري، چې له مخې به یې په پاکستان کې پاتې شي. دوی دا ادعا هم وکړه، چې ډېري دغه ناقانونه کډوال په دولت ضد او جنايي کړنو کې لاس لري؛ نو، ځکه به ژر تر ژره افغانستان ته ستانه کړای شي.
د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د ۲۰۲۱ ز. کال په دوبي کې افغانستان ته د طالبانو (اسلامي امارت) له ستنیدو راپدیخوا شاوخوا ۴۰۰ زره افغانان په ناقانونه توګه پاکستان ته داخل شوي دي. دغه راز ۷۰۰ زره نور افغانان د پاکستان په بېلابېلو برخو کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.
د دغه راپور له مخې؛ پاکستان له څو لسیزو راپدیخوا د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او په یوه وخت کې هم پېنځه میلیون افغان کډوال په پاکستان کې میشت ول. ځینې اټکلونه ښيي، چې اوس هم شاوخوا څلور میلیون افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. په هر حال د رسمي معلوماتو له مخې، د اعتبار وړ کارت لرونکیو افغان کډوالو شمېر خورا لږ دی.
په پاکستان کې د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد د پاکستان دا هڅه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د دواړو ګاونډ حکومتونو ترمنځ د تروریستي ډلو په ګډون اړوند ستونزې مخ پر زیاتېدو دي.
څو ورځې مخکې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي د یو شمېر پوځي او امنیتي چارواکو په ګډون کابل ته سفر وکړ او یو ځل بیا یې د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د پاکستان ضد عناصرو پر وړاندې جدي اقدام وکړي او ترهګرو ته اجازه ورنکړيچې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.
د ناقانونه افغان کډوالو د شړلو په اړه د پاکستان اقدام ښايي د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له غبرګون سره مخ شي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو او شړلو له ستراتیژۍ سره مخالفت کوي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی4 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

