تازه خبرونه

پاکستان له یو میلیون ډېر ناقانونه افغان کډوال وباسي

Published

on

(Last Updated On: تله ۵, ۱۴۰۲)

د پاکستان سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی؛ د پاکستان حکومت غواړي یو میلیون او سل زره ناقانون افغان کډوال وباسي.

د پاکستان د لنډمهاله حکومت کابینې چارواکو ته اجازه ورکړه، چې خپل هېواد ته د ټولو ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو لپاره چمتووالی ونیسي او د اسلام‌اباد دغه پرېکړه د افغانستان اسلامي امارت ته هم رسیدلې ده.

په دې راپور کې د سرچینو د څرګنذدونو له مخې راغلي؛ دغه ۱.۱ میلیون افغان کډوال د اعتبار وړ ویزې او اسناد نه‌لري، چې له مخې به یې په پاکستان کې پاتې شي. دوی دا ادعا هم وکړه، چې ډېري دغه ناقانونه کډوال په دولت ضد او جنايي کړنو کې لاس لري؛ نو، ځکه به ژر تر ژره افغانستان ته ستانه کړای شي.

د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د ۲۰۲۱ ز. کال په دوبي کې افغانستان ته د طالبانو (اسلامي امارت) له ستنیدو راپدیخوا شاوخوا ۴۰۰ زره افغانان په ناقانونه توګه پاکستان ته داخل شوي دي. دغه راز ۷۰۰ زره نور افغانان د پاکستان په بېلابېلو برخو کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.

د دغه راپور له مخې؛ پاکستان له څو لسیزو راپدیخوا د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او په یوه وخت کې هم پېنځه میلیون افغان کډوال په پاکستان کې میشت ول. ځینې ​​اټکلونه ښيي، چې اوس هم شاوخوا څلور میلیون افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. په هر حال د رسمي معلوماتو له مخې، د اعتبار وړ کارت لرونکیو افغان کډوالو شمېر خورا لږ دی.

په پاکستان کې د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد د پاکستان دا هڅه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د دواړو ګاونډ حکومتونو ترمنځ د تروریستي ډلو په ګډون اړوند ستونزې مخ پر زیاتېدو دي.

څو ورځې مخکې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي د یو شمېر پوځي او امنیتي چارواکو په ګډون کابل ته سفر وکړ او یو ځل بیا یې د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د پاکستان ضد عناصرو پر وړاندې جدي اقدام وکړي او ترهګرو ته اجازه ورنکړيچې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.

د ناقانونه افغان کډوالو د شړلو په اړه د پاکستان اقدام ښايي د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له غبرګون سره مخ شي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو او شړلو له ستراتیژۍ سره مخالفت کوي.

Trending

Exit mobile version