تازه خبرونه
پاکستان ولې د افغانستان وړاندیزونه کافي نه بولي؟- زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد لیکلي، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د دغو نیوکو په ځواب کې ویلي: د طالبانو له حکومت( اسلامي امارت) سره ډیپلوماسۍ، ځکه پایله نهده ورکړې، چې کابل لازم تضمینونه او ژمنې نهدي ورکړي؛ خو هغه پهدې اړه نور جزئیات نهدي وړاندې کړي.
په داسې حال کې، چې افغان چارواکي وایي، کابل د پاکستان له امنیتي اندېښنو سره د مقابلې لپاره لیکلي تضمینونه، ګډ میکانیزمونه او د درېیم لوري د ارزونې اصل منلی؛ خو اسلامآباد ټینګار کوي، چې له افغانستان سره ډیپلوماسي بریالۍ نهده شوې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په ایکسپاڼه کې لیکلي؛ تېره اوونۍ د پاکستان د پارلمان په غونډه کې یو شمېر غړو د هغو لګښتونو او خطرونو په اړه خبرې وکړې، چې له افغانستان سره د اختلافاتو د هواري لپاره د ډیپلوماسۍ پر ځای د زور له کارولو پاکستان ته اوښتي دي. دغو غړو د خبرو پر مهال د ډیپلوماسۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
زلمی خلیلزاد لیکلي، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د دغو نیوکو په ځواب کې ویلي: د طالبانو له حکومت( اسلامي امارت) سره ډیپلوماسۍ، ځکه پایله نهده ورکړې، چې کابل لازم تضمینونه او ژمنې نهدي ورکړي؛ خو هغه پهدې اړه نور جزئیات نهدي وړاندې کړي.
د دې تاوتریخوالي په اړه پاکستان دا ادعا هم کوي: د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په څېر ډلې، چې په هغه هېواد کې د ناامنۍ او بریدونو مسوولې بلل کېږي؛ په افغانستان کې پناهځایونه او ملاتړ لري. افغانستان هم ادعا کوي، چې پاکستان داعش خراسان څانګې او نورو هغو ډلو ته ملاتړ او پناه برابروي، چې د افغانستان پر ضد فعالیت کوي.
د نوموړي د افغان چارواکو د څرګندونو له مخې لیکلي، افغانستان په دې برخه کې څو مهم ګامونه پورته کړي دي؛ کابل چمتووالی ښودلی، چې امنیتي تضمینونه پر لیکلي بڼه ورکړي او له پاکستان څخه هم ورته تضمینونه وغواړي. همداراز افغانستان د امنیتي ستونزو د هواري لپاره پر دوهاړخیزو میکانیزمونو، په ځانګړي ډول د ګډې همغږۍ کمیټې له لارې همکاري کړې ده.
خلیلزاد زیاته کړې؛ کابل د تائید او ارزونې په میکانیزمونو کې د درېیم لوري د ګډون اصل هم منلی دی. یوه فتوا یې صادره کړې هم ده، چې له مخې یې افغانان په پاکستان کې له بریدونو او وسلهوالو فعالیتونو منع شوي او د پاکستان په غوښتنه یې هغه پاکستاني کډوال هم له سرحدي سیمو او د ډیورنډ کرښې له نږدې سیمو لرې کړي، چې د پخواني افغان حکومت پر مهال هلته میشت شوي وه.
هغه ټینګار کړی، چې د بېلابېلو هېوادونو پر منځګړیتوب افغان لوري په رسمي او نیمه رسمي خبرو اترو کې ګډون کړی او د هغو عناصرو پر ضد یې هم د تائید وړ اقدامات کړي، چې د افغانستان له خاورې څخه یې د نورو هېوادونو پر ضد د استفادې د مخنیوي له تګلارې سرغړونه کړې وه.
سره له دې اوس هم دا پوښتنه پر ځای ده، چې که افغانستان دا ټول وړاندیزونه او اقدامات کړي وي، نو پاکستان ولې ډیپلوماسي ناکامه بولي او د کابل د وړاندیزونو په اړه یې مشخصې اندېښنې څه دي؟
د پاکستان د پارلمان هغه غړي، چې د ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي؛ له افغانستان سره د ستونزو د هواري لپاره داسې یوه هوکړه غواړي، چې له مخې یې د افغانستان او پاکستان امنیت ونهګواښل شي.