تازه خبرونه
پاکستان پر افغان مېوو خپله ګمرکي تعرفه کمه کړه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې پاکستان ته په افغان صادراتو کې د تعرفې د لوړیدو ستونزه يي د سیاسي کانالونو پر هڅو حل کړې او افغان مېوې یې له پرېکړې مستثنی دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي؛ په پاکستان کې د افغانستان د سفیر پر هڅو دوی توانیدلي، چې د افغان صادراتو پر وړاندې د پاکستان لوري خپله لوړه شوې تعرفه بېرته راټیټه کړي ده.
دوی زیاتوي، چې افغان سوداګر کولی شي تېر ته ورته پاکستان ته د خپلو صادراتو بهیر بېر ته پیل کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي هم وايي، چې د پاکستان لخوا په تېره اوونۍ کې د تعروفې لوړولو له کبله افغان سوداګرو ته په میلیونونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم په تازه څرګندونو کې وايي، چې د افغان سوداګرو د صادارتو پر وړاندې شته ستونزه اواره شوې او صادروونکي کولی شي، چې پاکستان ته خپل صادرات بېرته پیل او تنظیم کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر څرګنده کړې: د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تعرفې له ستونزو سره- سره وتوانیدو، چې تعروفه بېرته راټیټه او د افغان صادراتو پر ټپه ولاړ بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرزوي.
که څه هم د پاکستان لوري پر افغان صادارتو تعروفه بېرته را ټیته کړې؛ خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي ويلي، چې پاکستان هر کال د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
دوی وايي، د پاکستان د ناسالمو پاليسو له کبله يې سوداګري تل بې ثباته وي او د کارو بار پر وړاندې يې وخت ناوخته ستونزې را ولاړيږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزي ویلي: پاکستاني لوري د افغان صادراتو پر وړاندې د شته ستونزو د اوارولو ژمنه کړې. هیله لرو؛ نن د ورځې په اوږدو کې معلومه شي، چې افغان سوداګرو فعالیت بېرته پیل کیږي او که څنګه؟!
د خصوصي سکتور ځیني غړي هم وايي، چې له پاکستان سره دې د سوداګریزو ستونزو د اوارولو په اړه جدي اوبنسټيزې خبرې وشي.
د صنعتکارانو د ټولنې مشرعبد الجبار ساپي څرګنده کړې: مهمه داده، چې له پاکستان سره باید شته ستونزې بنسټیزې اوارې شي؛ ځکه د افغان سوداګرو ستونزي خپل ځانګړی حل غواړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا زیاتوي، چې پاکستان تل د افغان صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي او دا بهیر به همدا سې جاري وساتي او دا ستونزه د یوه وزیر او یوه سفیر پر ناسته او مجلس سره نه حل کیږي.
د اقتصادي چارو شنونکی شبیر احمد بشیري وایي: زه په پوره باور دا وا یم، چې دا ستونزه د یوه سفیر او یوه وزیر له خبرو سره نه حل کیږي؛ په لسګونه وزیرانو دا ارمان له ځانه سره وړی. مونږ د ستونزې حل ته باید یو میکانیزه کرنیز نظام رامنځته کړو، چې شته ستونزه اساسي حل شي.
د خصوصي سکتور غړي وايي، چې د پاکستان له لوري رامنځته شوې وروستۍ ستونزې افغان سوداګرو او بڼوالو ته درانده مالي زيانونه اړولي دي.
دا غبرګونونه په دا سې حال کې راپورته کیږي، چې اسلام آباد تېره اوونۍ د افغانستان پر پېنځه قلمه ميوې ګمرکي ټکس د هر ټن پر سر له يوولس زره روپيو څخه ۹۰ زره روپيو ته لوړ کړ.
