سیمه ییز خبرونه

پاکستان په اروپايي هېوادونو کې افغانانو ته د ویزو پر ورکولو بندیز ولګاوه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۴, ۱۴۰۱)

د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ په اروپايي هېوادونو کې خپلو سفارتونو ته سپارښتنه کړې، چې افغانانو ته ویزې ورنه‌کړي.

په سیمه ییزو رسنیو کې د پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه شوې، چې دغه پرېکړه له هغې وروسته د ټینګار وړ وګرزېده، چې له سویدن څخه پر جعلي اسنادو ۱۶۰۰ افغانانو ته د پاکستان ویزې ورکړ شوې وې.

اسلام آباد په بریتانيه، اسپانيه، ايتاليه، جرمني، پرتګال، يونان، آستريا، سویزرليند، دنمارک، ناروې، بلجيم، ايرليند او هالند کې د پاکستان سفارتونو ته سپارښتنه کړې نور افغانانو ته له ویزې ورکولو ډډه وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته د ورکړ شویو ویزو د لغو کولو امر کړی او په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

Trending

Exit mobile version