تازه خبرونه
پاکستان په افغانستان کې د خپلو بندیانو له خوشې کیدو هرکلی وکړ
په کابل کې د پاکستان سفارت د خپلو یو شمېر بندیانو د خوشې کولو په اړه د ولسمشر غني له سپارښتنې او ښه نیته هرکلی کړی دی.
په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان تېره شپه (دوشنبه د لیندۍ ۳) په یوه تویت کې د پاکستانیو زندانیانو خوشې کولو مننه کړې او دا کار یې بشردوستانه عمل وباله.
هغه ویلي: مونږ د ولسمشر غني د یو شمېر هغو پاکستانيو بندیانو د خوشې کولو له حکمه هرکلی کوو، چې خپل بند یې بشپړکړی؛ خو د جریمې په ورکولو کې پاتې راغلي او همدارنګه هغه بندیان، چې بند یې د بشپړېدو په حال کې دي.
د پژواک خبري آژانس د ولسمشر د فرمان یوه کاپي خپره کړې، چې په کې ولسمشر اشرف غني د پاکستانيو بندیانو د خوشې کیدو امر کړی او دا کار یې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتيا لپاره ارزښتمن بللې.
د فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي؛ هغه پاکستاني بندیان، چې د بند سزا یې پوره کړې باید د یوې میاشتې په دننه کې خوشې شي.
د دغه فرمان د دوه یمې مادې له مخې: هغه پاکستاني بندیان، چې جریمه شوي او جریمه یې نده ورکړې او له همدې کبله په بند کې پاتې دي؛ باید خوشې شي.
د دې فرمان په درېیمه ماده کې راغلي؛ د بندیانو په چارو کې د ولسمشر د فرمانونو د پلي کولو کمیسیون باید دغه فرمان پلی کړي.
د راپورونو له مخې، د بندیانو د خوشې کولو سپارښتنه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کابل ته د لوړپوړي پلاوي له راتګ وروسته په ډاګه شوې، چې د چارواکو د څرګندونو له مخې به د نومبر پر شلمه د پلې کیدو وړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر پاکستانيان د بېلابېلو جرمونو په تور افغان حکومت بندیان کړي؛ خو بشپړ شمېر یې ناڅڅرګند پاتې دی.