سوداگري
پاکستان په افغانستان کې د سرحدي کړکېچ د خبرو اترو لپاره د جرګې ۲۶ نوي غړي وټاکل
د تورخم لار ۲۵ ورځې مخکې هغه وخت وتړل شوه، چې د پاکستان سرحدي چارواکو د افغانستان په لوري کې د امنیتي پوستې د بیارغونې مخالفت وکړ.
د پاکستان چارواکو د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو په اړه له هغې وروسته، چې تېره اونۍ د خبرو اترو لومړی پړاو بې پایلې پای ته ورسېد؛ له افغانستان سره د نورو خبرو اترو لپاره یوه نوې ۲۶ کسیزه جرګه ټاکلې ده.
د تورخم لار ۲۵ ورځې مخکې هغه وخت وتړل شوه، چې د پاکستان سرحدي چارواکو د افغانستان په لوري کې د امنیتي پوستې د بیارغونې مخالفت وکړ.
سرچینو د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي؛ نوې جرګه به له ۲۶ غړو څخه جوړه وي، چې په کې تجربه لرونکي او با نفوذه قومي مشران او سیمهییز سوداګر برخه ولري، چې ډېری یې د خیبر سوداګرۍ او صنایعو خونې غړي دي.
سرچینې د ډان ورځپاڼې ته دا هم ویلي، چې خبرې اترې نن دوشنبه د کب اووهلسمه بیا پیل کیږي.
تورخم، چې د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یوه مهمه سرحدي لار ده؛ د دوشنبې پر ورځ د څلیریشتمې ورځې لپاره د دواړو هېوادونو د سوداګرو او خلکو پر مخ تړلې ده، چې د تړل کیدو له کبله یې ستر زیانونه اوښتي دي.
دا لار د فبروري پر یوویشتمه د دواړو خواوو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته پاکستان وتړله. د ډزو په وروستیو تبادلو کې؛ درې افغان سرتېري ووژل شول او اته پاکستاني نیمه پوځي سرتېري هم ټپیان شول.
د ګمرک سرچینو ویلي، چې د سوداګرۍ ځنډول په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د اټکل له مخې هره ورځ د ۳ میلیون ډالرو زیان اړولی او په لومړیو ۲۰ ورځو کې نږدې ۶۰ میلیون ډالر سوداګري له لاسه تلې ده.
د تورخم دروازه افغانستان ته د شاوخوا ۱۰ زره خلکو ورځني تګ راتګ اسانه کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه مهمه سوداګریزه لار هم ده. له ۵ زره څخه ډېرې لارۍ، چې خرابېدونکي توکي لېږدوي؛ اوس مهال ولاړې دي او سوداګرو ته یې درانده مالي زیانونه اړولي دي.