بی بی سی پښتو

پاکستان: پولیسو هغه سړی نیولی چې خپلې لور پرې د جنسي تېري تور لګولی

Published

on

Getty Images

د پاکستان پنجاب ایالت کې پولیسو هغه سړی نیولی چې خپلې لور پرې د جنسي زور زیاتي تور پورې کړی. دغې ښځې پر خپل پلار رسماً تور پورې کړی چې جنسي تېری یې پرې کړی، د جنسي عمل ویډیو یې ترې اخیستې او د خوښې خلاف یې په کور کې ایساره کړې وه.

دغه ښځه ادعا کوي چې پلار یې په خپله خوښه د واده کولو له کبله اته کاله په ځنځیرونو تړلې وه.

د ډېره غازي خان ګدايي سیمې پولیس افسر شکیل بخاري وايي، پولیسو دغه سړی نیولی چې محکمې د پوښتنو ګروېږنو لپاره توقیف ته استولی او لور یې امن کور ته لېږل شوې ده.

پولیس وايي، د جنسي تېري تورونو معلومولو لپاره ډي این اي معاینات شوي، چې پایله به یې له یوې نیمې تر دوو میاشتو پورې وخت واخلي.

پولیس وايي، د دغې ښځې له بیان وروسته به محکمه پرېکړه کوي، چې پلارګنۍ ته او که خسرګنۍ ته د تلو اجازه ورکړل شي.

ارجنټینی پلار چې شل کاله یې پر خپله لور جنسي تېری کاوه

كلاوس كينسكي ” پر خپلې لور جنسي تېری کړی”

بغلان کې پلار پر لور “پر له پسې جنسي تېری کړی”

بل لور ته پولیس افسر شکیل بخاري وايي، د ښځې پلار پولیسو ته ویلي، چې په تېروتنه یې پر لور جنسي تېری کړی، خو د ښځې وروڼه بیا وايي، خور یې غوښتل د مېړه کره لاړه شي، ځکه یې پر پلار د جنسي تېري تور پورې کړی دی.

ښځې دغه راز تور پورې کړی چې ۲۰۱۲ کال کې یې پخپله خوښه واده وکړ او پلار یې محکمې ته عریضه کې پر مېړه تور پورې کړ، چې تښتولې یې ده، خو محکمې د ثبوتونو نشتوالي له کبله هغه قضیه رد کړه.

د ښځې مېړه هم ادعا کوي، چې د مېرمنې پلارګنۍ یې درې میاشتې په بلوچستان کې ایسار کړی و او له کورنۍ یې د پیسو یا نجلۍ بېرته ورسپارلو غوښتنه کوله.

ښځه وايي، پلار یې ورته ویلي و چې که کورته ستنه شي، مېړه به یې خوشی شي. دا وايي: ما ورته ویل ښه ده، همداسې به وکړو او مېړه مې خوشی شو.

دغه ښځه او مېړه یې تور پورې کوي چې د سیمې مخورو په منځګړیتوب ښځه د پلار کره لاړه، چې د هغوی په خوښه به له سره د واده مراسم ترسره کوي، خو هلته پلار په ځنځیرونو وتړله او جنسي تېری یې پرې کړی.

دغه ښځه ادعا کوي، چې کور ته د ستنېدو پر مهال مېندواره وه او پنځه ورځې وروسته یې لور وزېږېده، چې په خبره یې ۱۵ ورځې وروسته یې پلار پر ځمکه وویشته او ومړه.

د یادونې ده چې دغې ښځې په خپله عریضه کې د لور یادونه نه ده کړې. بل لور ته د ښځې خپلوان وايي، ماشومه د ناروغۍ له کبله مړه شوې.

پولیس افسر شکیل بخاري وايي، دوی ته معلومه شوه، چې د سیمې یوه سړي خپله لور د خوښې خلاف په کور کې ایساره کړې او دوی دغه ښځه له کوره د پولیسو مرکز ته راوستله.

پولیس وايي، د نیول شوي سړي په موبایل ټیلیفون کې یې هغه ویډیو هم وموندله چې خپله لور یې پرې ګواښله.

Trending

Exit mobile version