Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان ډیورنډ کرښې ته څېرمه پوځي عملیات پیل کړل

که څه هم د عملیاتو په اړه کوم رسمي اعلان ندی شوی؛ خو د سیمې اړوند چارواکو ويلي، چې موخه یې له دې عملیاتو د وسلوالو سنګرونه پر نښه کول او د ملکي تلفاتو کمول دي.

خپور شوی

د

د پاکستان سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ امنیتي ځواکونو یې د سې‌شنبې پر ورځ (د زمري یوویشتمه) ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا د باجوړ په اړوند سیمه کې د وسلوالو پر پټنځایونو پوځي عملیات پیل کړي، چې لسګونه زره خلک یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

که څه هم د عملیاتو په اړه کوم رسمي اعلان ندی شوی؛ خو د سیمې اړوند چارواکو ويلي، چې موخه یې له دې عملیاتو د وسلوالو سنګرونه پر نښه کول او د ملکي تلفاتو کمول دي.

په باجوړ کې لوړ پوړي دولتي چارواکی سعیدالله زیاته کړې: “دا د پراخې کچې عملیات ندي؛ یوازې د وسلوالو پټنځایونه به پر نښه شي.”

د یوه بل سیمه‌ییز چارواکي شاهد علي د څرګندونو له مخې؛ د بې ځایه شویو خلکو شمېر نږدې ۱۰۰ زره کسانو ته رسیدلی دی.

دغو سیمه‌ییزو چارواکو ژمنه کړې؛ هرې بې ځایه شوې کورنۍ ته به ۵۰ زره روپۍ، چې (شاوخوا ۱۷۵ ډالر) کیږي مرسته ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د الخدمت بنسټ رضاکارانو د خوراکي توکو وېش پیل کړی دی.

بې ځایه شوي ۵۰ کلن ګُلولي نومي ويلي؛ دا دوه‌یم ځل دی، چې له خپل کور او کلي وتلو ته اړ شوی دی.

هغه په یوه حکومتي پناه ځای کې زیاته کړې: “مونږ ته ویل شوي وه، چې ژر به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شو؛ خو زما د کلي ډېر کورونه د ۲۰۰۹ کال په عملیاتو کې ویجاړ شول. مونږ نه پوهیږو، چې دا ځل به زمونږ کورونو ته څه پېښ شي”.

ځایي اوسیدونکو د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په غرنۍ ماموند سیمه کې د چورلکو پر ملاتړ د وسلوالو پر سنګرونه د هوايي بریدونو راپور ورکړی دی.

د ولایتي پولیسو مشر ذوالفقار حمید هم تائید کړې، چې عملیات روان دي؛ خو د امنیتي ځواکونو یا وسلوالو د ځاني زیانونو په اړه یې جزئیات ندي ورکړي.

د پاکستان چارواکو ويلي، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له وروستیو میاشتو راپدېخوا په سیمه کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

ویل کیږي، چې باجوړ یو وخت د یاد تحریک مرکز و او په ۲۰۰۹ کال کې پرې پراخ پوځي عملیات ترسره شول؛ سلګونه زره خلک بې ځایه او یو کال وروسته چارواکو خپله بریا اعلان کړه او د دې سیمې اوسېدونکو ته یې اجازه ورکړه، چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

تازه خبرونه

د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو کمېدا میلیونونه کسان له بحران سره مخ کړي

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته یوازې ۳۰ سلنه هغه بودجه ترلاسه شوې، چې د نړۍ د ۲۵۲ میلیون اړمنو کسانو له ډلې د ۱۴۳ میلیون کسانو د ملاتړ لپاره اړتیا ده.

Published

on

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې د نړۍ د بشري اړتیاوو له زیاتوالي سره سره د ژغورونکو مرستو د برابرولو کچه تر هر وخت ډېره ټیټه شوې ده او میلیونونه کسان په «هېر شویو ناورینونو » کې له سخت خطر سره مخ دي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته یوازې ۳۰ سلنه هغه بودجه ترلاسه شوې، چې د نړۍ د ۲۵۲ میلیون اړمنو کسانو له ډلې د ۱۴۳ میلیون کسانو د ملاتړ لپاره اړتیا ده.

د NRC سرمنشي یان ایګلنډ ویلي، چې ۲۰۲۶ کال د وینزویلا او سوډان په ګډون د میلیونونو کسانو لپاره «برخه‌لیک ټاکونکی کال» دی او خبرداری یې ورکړی، چې د مرستو پرله‌پسې کمښت کولی شي د «سترو انساني تلفاتو» لامل شي.

هغه زیاته کړې؛ هېوادونه باید بشري مرستې د اړتیا پر بنسټ، نه د سیاسي ملاحظاتو پر اساس ووېشي او له هغو هېوادونو یې، چې مالي سرچینې لري د بشري ناورینونو پر وړاندې له مسوولیت څخه د ډکو کړنو د تر سره کولو ِوښتنه کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان هم د لومړي ځل لپاره د NRC د «هېر شویو ناورینونو» په نوملړ کې شامل شوی او د بشري پروګرامونو تمویل یې شاوخوا ۱۱ سلنې ته راټیټ شوی دی.

NRC خبرداری ورکړی، چې د مرستو کمېدا په داسې حال کې ده، چې له ۲۱.۹ میلیون زیات افغانان مرستو ته اړتیا لري او میلیونونه نور هم له ګاونډ هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

دې ادارې ټینګار کړی، چې د عاجلو بشري مرستو له زیاتوالي پرته به میلیونونه کورنۍ په افغانستان او نورو ناورین ځپلیو هېوادونو کې له لوږې، بې‌کورۍ او زیاتې ناامیدۍ سره مخ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

«مونږ له بمبارۍ او فشار نه وېرېږو او نه ماتې خورو!» -د اطلاعاتو او کلتور وزیر

هغه زیاتوي؛ مونږ هغه کسان مات کړل، چې له تاسې څخه پر پرمختللیو تجهیزاتو او عصري وسلو سمبال ول.»

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني په کاپیسا ولایت کې د « خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي وړتیاوو لوړولو» سمینار ته د وینا پر مهال ویلي، چې هیڅ راز فشار او برید نه‌شي کولی د افغانانو اراده کمزورې کړي.

نوموړی وایي:« هغو کسانو ته باید وویل شي، چې زمونږ ماشومان یې د شپې پر خوب ویده ظالمانه بمبار او  «شهیدان» کړي دي؛ مونږ له بمبارۍ او سختیو نه وېرېږو.»

هغه زیاتوي؛ مونږ هغه کسان مات کړل، چې له تاسې څخه پر پرمختللیو تجهیزاتو او عصري وسلو سمبال ول.»

Continue Reading

تازه خبرونه

ازبکستان او قطر د افغانستان د تلپاتي پرمختګ پر ملاتړ ټینګار وکړ

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمت‌الله ارګاشوف، په تاشکند کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژسټیک کلتوري او بشري نوښتونو په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

ازبکستان او قطر په ګډه غونډه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان د تلپاتي پرمختګ د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمت‌الله ارګاشوف، په تاشکند کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژسټیک کلتوري او بشري نوښتونو په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې پر وروستیو تحولاتو، د افغانستان اړوند موضوعاتو او ډېرې همغږۍ اندونه وړاندې کړي دي.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، قطر د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي رغونې د ملاتړ لپاره د تاشکند له پرله‌پسې هڅو ستاینه کړې او د سیمه‌ییز ثبات، سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي پراختیا په پیاوړتیا کې یې د ازبکستان رول اړین بللی دی.

دواړو لوریو د غونډې په پای کې د خبرو د دوام، د عملي همکاریو د پراختیا او د هغو نوښتونو پر ملاتړ ټینګار هم وکړ، چې له افغانستان سره په تړاو د سولې، اقتصادي پراختیا او د سیمه‌ییز اتصال له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117