بی بی سی پښتو

پاکستان کې د جنسي تېری کوونکو د ”خصي کولو قانون” څومره خطر او اغېز لري؟

Published

on

Getty Images
په ستنو سره کیمیايي خصيتوب کېږي.

د پاکستان ولسمشر د زبرزنا یو نوی قانون لاسلیک کړ چې له مخې به یې محاکمه کول او د سختو سزاوو اورول اسان شي.

د دې له مخې به د جنسي مجرمانو نومونه ثبتېږي او د قربانیانو هویت به پټ وساتل شي او همدارنګه تجاوزګر به په کیمیايي موادو خصي کېږي.

د دې قانون له مخې به ځانګړې محکمې جوړېږي چې ژر به زبرزنا کوونکو ته سزا ورکوي او په څلورو میاشتو کې به یې پرېکړه کوي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې له لاهور د باندې پر یوې ښځې تېری شوی و او عامو خلکو له حکومت غوښتل چې د جنسي او ډله ییزو تېريګرو پر وړاندې اقدام وکړي.

پر دې ښځې لویې لارې ته نږدې د هغې د دوو ماشومانو په مخ کې تېری شوی. تر دغه یوه ورځ وروسته د لاهور تر ټولو لوړپوړي پولیس چارواکي وویل چې ګواکې تر یوه بریده پخپله د ښځې ګناه وه.

دې څرګندونو او بې رحمه برید پاکستانیان وقهرول چې په ټول هېواد کې د مظاهرو لامل شو او له حکومت یې د جدي اقدام غوښتنه کوله.

لومړي وزیر عمران خان او کابینې یې تېره میاشت قانوني اقدامات منظور کړل او ولسمشر عارف علوي پر سه شنبه لاسلیک او قانون وګرځاوه.

اوس حکومت ۱۲۰ ورځې لري چې پارلمان ته یې راجع کړي چې په دایمي قانون یې بدل کړي. تر هغه به قانون د تطبیق وړ وي.

خو ځینو پرې نیوکه هم کړې او وايي چې دا سزا ډېره سخته ده او چارواکو مخکې تر دې چې پرېکړه وکړي کافي سلامشورې یې نه دي کړې.

کیمیاوي خصي کول څنګه ترسره کېږي؟

Getty Images
پاکستان کې د جنسي تېري ضد مظاهره.

په قانون کې یوازې د کیمیاوي خصي کولو ذکر شوی او پکې ویل شوي چې په دې اړه به محکمه پرېکړه کوي چې پر کوم مجرم دا قانون پلی شي.

د کیمیايي خصي کولو پرېکړه به هم یو بورډ کوي، خو لا هم د دې کیمیایي خصي کولو چاره روښانه شوې نه ده.

د دې قانون له مخې به جنسي تېریګرو ته د دوی په خوښه کیمیايي خصي کولو په څېر سزا ورکول کېږي، چې بیا دا ډول تېری ونه کړي.

کیمیايي خصي کول څه خطر لري؟

د سزا دا عمل په ښکاره د یو علاج په ډول وړاندې شوی دی، خو پر بدن بد اغېز هم کوي.

ډاکټر عبید علي چې مختلفو حکومتي ادارو کې یې تر دوو لسیزو د درملو په هکله قانون پلي کولو کې دنده کړې کیمیايي خصي کول خطرناکه سزا بولي:

“دې سره د سړیو نرتوب له منځه وړلو هڅه کېږي چې پکې نرینه هارمونونه کمېږي او له امله یې د جنسي خوند اخیستلو غوښتنه د څه مهال لپاره کمېږي. “

د ډاکټر عبید علي په خبره، د انسان بدن کې د کیمیايي نظام یو انډول دی چې په مصنوعي لاسوهنې سره د یو کس لپاره ډېر بد ثابتېدلی شي:

“کیمیايي خصي کولو سره پر دماغي او رواني ستونزو سربېره د زړه ناروغۍ هم پیدا کېږي. “

کیمیايي خصي کول څومره وخت اغېز لري؟

Getty Images
کیمیايي خصي کولو رواني ستونزې او د زړه ناروغي هم پیدا کولی شي.

طبپوهان وايي، کیميايي خصي کول یو مخ جنسي غوښتنې نه ختموي، بلکې ورو ورو بیا دا غوښتنې پیدا کېږي.

اسلام اباد کې د یوه روغتون د یورالوجي څانګې مشر ډاکتر شهباز حنیف بي بي سي ته وویل، د کیمیايي خصي کولو تصور لا هم روښان نه دي.

د هغه په خبره، داسې درمل او ستنې هرو مرو شته چې جنسي وړتیا کموي، خو دا توکي له جنسي غوښتنو د یو چا محرومولو لپاره اغېزناکه لار نه ده:

“دا ګرانبیه علاج دی، خو د ډېر وخت لپاره کار هم نه ور کوي. “

ډاکټر حنیف وايي، که یوه مجرم ته تر یو کال هرې درې میاشتې وروسته د جنسي وړتیا کمولو ستن ولګېږي، نو ټوله خرچه یې لږ تر لږه پنځوس زره کېږي.

“دا پوښتنه هم شته چې د جنسي تېریګر له پرېښودو وروسته به دا ضمانت څوک کوي چې هغه به هرې درې میاشتې وروسته روغتون ته ځي او که بندي کېږي بیا د دې خصي کولو ګټه نشته. “

د پاکستان د طبپوهنې انسټیټیوټ ډاکتر الطاف حسین وايي، کیمیايي خصي کولو چاره به لږ تر لږه یو کال روانه وي او دې وخت کې به له ځنډ وروسته مجرم ته د جنسي وړتیا کمولو ستنې لګېږي.

ډاکټر عبید علي وايي، د کیمیايي خصي کولو چاره له دریو تر پنځو کلونو اغېزناکه وي او له هغه وروسته بیا د جنسي وړتیا پیدا کولو هارمونونه یا ټیسټوسټرون فعالېږي.

همدا وجه ده چې ډاکټر شهباز حنیف وايي، کیمیايي خصي کولو ته د خصي کولو نوم ورکول سم نه دي:

“خصي کولو سره بیا جنسي وړتیا نه پیدا کېږي، خو که اوس دې قانون کې د هارمون کمزورولو دودیزې طریقې سره علاج کېږي، نو پر شل کلن کس دا ډول ستنې ډېرې اغېز نه کوي.”

نورو هېوادونو کې هم کیمیايي خصي کول شته؟

Getty Images

ډاکټر الطاف حسین وايي، د مرګ او عمر قید په څېر سزاوو د بدیل په توګه پر ۱۹۴۴ کال اول ځل د کیمیايي خصي کولو سزا خبره وشوه او دا سزا عادي مجرمانو ته ورکول کېږي:

د یورالوجي څانګې د ماهرو ډاکټرانو په څار دا سزا ورکول کېږي او روان درملنه یې د روانپوه په څارنه کېږي.

ځینې نور هېوادونه لا تر دې وړاندې د کیمیاوي موادو په مټ له خصي کولو او دارو درملو کار اخلي چې د مجرم په بدن کې د ټېسټوسټرون کچه ټیټه کړي.

اندونیزیا په ۲۰۱۶ کال کې د کیمیايي خصي کولو قانون توشېح کړ او پولنډ په ۲۰۰۹ کال کې پر هغو تېري ګرو دا قانون جبري کړ چې پر ماشومانو جنسي تېری کوي.

د روسیې په ګډون څو نورو هېوادونو او د امریکا په څو ایالتونو کې هم دا قانون شته.

Trending

Exit mobile version