سیمه ییز خبرونه
پاکستان ۲۰۰۰ میګاواټه برښنا د بټ کوین استخراج او مصنوعي ځیرکتیا ته ځانګړې کوي
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه د اسلام آباد د هغه پلان یوه برخه ده، چې د بټ کوین استخراج او مصنوعي ځیرکتیا مرکزونو لپاره اضافي برښنا کاروي.
د پاکستان مالیې وزارت اعلان کړی، چې د ملي ډیجیټل بېخبناوو د پراختیا په لومړي پړاو کې د مصنوعي ځیرکتیا مرکزونو او د بټ کوین د استخراج لپاره به ۲۰۰۰ میګاواټه برښنا ځانګړې کړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه د اسلام آباد د هغه پلان یوه برخه ده، چې د بټ کوین استخراج او مصنوعي ځیرکتیا مرکزونو لپاره اضافي برښنا کاروي.
د پاکستان د انرژۍ سکټور په وروستیو کلونو کې د لوړې تعرفې او د برښنا اضافي تولید د ظرفیت له ننګونو سره مخ شوی دی.
په پاکستان کې د لمریزې برښنا د کارولو ودې هم په لګښت کې بدلونونه راوستي او د دې سکټور پېچلتیاوې یې زیاتې کړې دي؛ ځکه، چې مصرفوونکو د لګښتونو د کمولو لپاره د انرژۍ بدیلو سرچینو ته مخه کړې ده.