تازه خبرونه

پاکستان دې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي- مک ماستر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د ولمسشرۍ سلاکار مک ماستر وايي، چې ترمپ نور هغو هېوادونو ته زغم نه کوي، چې د ترهګرو ملا تړي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار مک ماستر یوې امریکایي رسنۍ ته په ډاګه کړې، چې ولسمشر دونالد ترمپ په دې طمع دی، چې پاکستان بايد له طالبانو څخه د ملاتړ په تگلاره کې ژور بدلون راولي؛ ځکه، چې د پاکستان اوسنۍ تگلاره امریکا ته د زغم وړ نه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان په تېرو اووه لس کلونو کې د ترهگرۍ  پر ضد ډېرزیانمن شوی؛ خو دې مبارزې ننداریزه بڼه لرله.

مک ماستر دا هم ویلي؛ که څه هم، چې د افغانستان په اړه د ترمپ ستراتیژي نده اعلان شوي، خو په دې برخه کې زیات کار او پرمختګونه شوي دي.

د سپینې ماڼۍ دغه سلاکار وايي، چې امریکا له کلونو راهیسې په افغانستان کې نا منسجمه تګلاره تعقیب کړې ده. هغه څه، چې مونږ په پوځي برخه کې وکړل؛ له هغه څه جلا ول، چې مونږ په سیاسي برخه کې غوښتل.

د امریکا دفاع وزير جميز متیس ويلي، چې د امریکا نوې تگلاره به د پاکستان او افغانستان په گډون د ټولې سيمې په اړه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د پوځي چارواکو د څرګندونو له مخې ويلي، چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې غړیو ته پټنځي ورکړي دي.

د امریکا د لوی درستیز پخوانی مرستیال جک کین وایي؛ دا یو حقیقت دی، چې د امریکا دولت پر وسلوالو طالبانو د بریا لپاره سیاسي اراده نده کړې. مونږ ستراتیژیکې تېروتنې کړي دي. مونږ د افغانستان د نوي دولت لپاره هغه ډول سرچینې برابرې نه کړې، چې وکولی شي، په خپل هیواد کې ثبات راولي.

د امریکايي رسنيو د څرګندونو له مخې دونلد ترمپ پرېکړې، چې د افغانستان د امنيتي وضعيت د څار دنده مک ماستر ته وسپاري او د ماستر د څېړنو له پايلې وروسته به ترمپ د افغانستان په اړه خپله وروستۍ پرېکړه څرګنده کړي.

Trending

Exit mobile version